Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

ځوي سينه پۀ لاس ووهله او اوئې فرمائيل: اُسْکُتْ چپ شه...! بيا هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو حديثِ پاک بيان کړو، اوئې فرمائيل: ما د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي چې اِنَّ اللہَ یُحِبُّ الْعَبْدَ التَّقِیَّ الْغَنِیَّ الْخَفِیَّ بے شکه الله پاک د تقویٰ والا غني او ګمنامه بنده سره محبت فرمائي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې ګمنامي هم يو نعمت دے. الله پاک ګمنامه بنده خوښوي. آه! افسوس...!! نن سبا زمونږه حال ډير بے حاله دے. د ځان مشهورولو لکه چې مقابله شروع ده، * که د ښار خلق دي * که د کلي * که وړوکے دے * که لوئي دے، يوه شميره ده چې د يو بَل نه ښه سيلفي ويستلو او د سوشل ميډيا پۀ ذريعه د مشهوريدو کوشش کوي، بعضې خو فضول او بعضې د ګناهونو ډکې ويډيوګانې جوړوي او د ځان د مشهورولو کوشش کوي، آه! چې مونږ جامې اخلو نو هُم پۀ ذهن کښې مو دا وي چې داسې جامې واخلم چې څوک يـې وويني چې واه واه وکړي، که خوشبوئي اخلو نو هُم داسې چې اوئې لګووم او پۀ کوم ځائے يو ځل تير شم چې هغه ټولې فضاګانې خوشبوداره شي، افسوس چې مونږه پيزار خوښولو کښې هم ګينټې پۀ دې وجه تيروو چې داسې پيزار وي چې څوک يـې وويني نو ګوته پۀ خُله ورته پاتې شي. که د واده موقع وي نو ځان ښودنه، کۀ اختر وي نو ځان ښودنه. کاش چې مونږ ته د مشهوريدو د خواهش پۀ شان هلاکوونکې باطنې بيمارۍ نه نجات حاصل شي، کاش چې مونږ د الله پاک د رضا والا جوړ شو، کاش چې ژوند د الله پاک د رضا والا کارونو کښې تيرونکي جوړ شو. پۀ حديثِ پاک کښې دي: دوه وږي شرمښان چې د چيلو پۀ رَمه کښې څومره تباهي کوي، د مال او مشهورتيا محبت د انسان پۀ دِين کښې د دې نه زياته تباهي راولي. ([2])


 

 



[1]... مسلم، کتاب الزہد،  صفحہ:1135، حدیث:2965۔

[2]... ترمذی،  کتاب الزہد،  صفحہ:565،  حدیث:2376۔