Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost
پاک هغه د ګناهونو نه محفوظ ساتي * څوک چې د الله پاک دوست وي او هغه د رَبّ نه پناه وغواړي نو پناه ورکړے شي * څوک چې د الله پاک دوست وي نو رَبِّ کريم د هغه خواهش نه رَد کوي * د الله پاک وَلِي چې څۀ وغواړي نو هغه ورته عطا کړے شي *الله پاک د خپل وِلِي، د خپل دوست دُعا زر قبلوي *د وفات پۀ وخت د هغه د اِيمان حفاظت کيږي * او هغه خوش قِسمته د شيطان د چلونو نه محفوظ ساتلے شي.([1])
اللہ کا محبوب بنے جو تمہیں چاہے
اس کا تو بیاں ہی نہیں کچھ تم جسے چاہو([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
7 پاک صفتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ حديثِ پاک کښې ټول 7 صفتونه بيان شو، د کومو د اختيارولو سره چې مونږ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ډير نزدې کيدے شو او د هغوئي د خوښيدو شرف حاصلولے شو. راځئ! د دې 7 صفتونو وضاحت اورو:
(1): اِیمان
پۀ دې کښې وړومبے صفت ارشاد شو: لَمُؤْمِنٌ يعنې چې هغه بنده مؤمِن وي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ ټول مسلمانان يو. د الله پاک ډير کَرم دے چې هغۀ مونږ ته د اِيمان دولت راعطا کړے دے، رَبِّ کريم دې مونږ ته پۀ دې باندې اِستِقامت هم راعطا کړي. کاش چې مونږ تر مرګه پورې مسلمانان پاتې شو. چرې دې هم د يو سيکنډ پۀ کروړمه حصه