Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

نۀ خوراک شته * نۀ څوک انسان شته * نۀ يوه مرغۍ دلته پَر وهي او ورسره وړوکے شهزاده هم دے، د دې باوجود حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ډير پۀ يقين او اطمينان سره ووئيل: اِذًا لَا یُضَیِّعُنَا اللہُ يعنې اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! که دا د الله پاک حکم دے، نو بيا خو تاسو پۀ خَير سره لاړ شئ! الله پاک به هيڅکله هم مونږ ضائع نه کړي۔ (بخاري) 

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د غور خبره ده، شاړه علاقه ده، تر لرې لرې پورې د ژوند څۀ نخښه نخښانه نشته، پۀ ظاهره داسې څۀ څيز نشته پۀ کوم چې باور وکړے شي۔۔۔! خو پۀ الله پاک باندې ايمان دے * هٰغه رَبِّ رحمان د قُدرتونو والا دے * الله پاک هغه دے چې د مړ نه ژوندے پيدا کولے شي * الله پاک هغه دے چې شپۀ پۀ ورځ او ورځ پۀ شپۀ کښې بدلوي * الله پاک هغه دے چې شاړه زمکه شنه او زرغونه کوي * الله پاک هغه دے چې پۀ دشتو کښې هم چينې جاري کوي، لہٰذا صرف پۀ الله پاک باندې يقين دے * څۀ اوشو که دلته اوبه نشته؟ هٰغه رَبّ اوبه عطا کوونکے دے * څۀ اوشو که دلته د خوراک د پاره څۀ نشته، رَبِّ کريم رزق عطا کوونکے دے، * څۀ اوشو که دلته د ژوند آثار نه ښکاري، رَبِّ کريم کنډرات ابادوونکے دے، لہٰذا د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! تاسو پۀ خير سره لاړ شئ! چې د رَبّ حُکم دے چې مونږ دلته پاتې شو نو مونږ به دلته پاتې شو، الله پاک به مونږ نه ضائع کوي۔

یقیں...!! مِثلِ خَلِیْل آتش نَشِیْنِی

یقیں...!! اللہ مستی، خُود گُزِیْنی

سُن اے تہذیبِ حاضِر کے گرفتار!

غُلامی سے بدتَر ہے بےیقینی

وضاحت:  *يقين څۀ دے؟ د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ! پۀ شان بغير د ويريدو د وور قبلولو نوم دے، * يقين څۀ دے؟ د الله پاک پۀ محبت کښې د غرقيدو او د ځان د