Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
يقيناً الله پاک عطا کوي، ضرور عطا کوي۔ هر يو ته يـې عطا کوي خو مسئله دا ده چې زمونږه يقين کمزورے شوے دے۔
د حضرت صِدِّيقِ اکبر کامِل يقين
د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د رَبُّ العباد ارشاد دے:
وَ مَا مِنْ دَآبَّۃٍ فِی الْاَرْضِ اِلَّا عَلَی اللّٰہِ رِزْقُہَا (پارہ:12، ہُود:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او پۀ زمکه ګرځيدونکے یو ساه لرونکے هُم داسې نشته چې د هغه رزق د الله پۀ ذِمّۀ کرم نه وي.
حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د کله نه چې ما دا آيت لوستلے دے نو پۀ خدائے مې دې قَسم وي چې ما د رزق فِکر پريښودے دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ۔۔۔!! چې الله پاک ووفرمائيل چې رزق زما پۀ ذِمۀ کرم باندې دے نو د دې نه پس مونږ ته د فِکر کولو څۀ ضرورت دے۔ تَوَکُّل اختيار کړئ۔ رزق د الله پاک پۀ ذِمه کرم باندې دے، هغۀ به مونږ ته رزق راعطا کوي۔ مونږ له پکار دي چې د رزق پۀ فِکر کښې د شپو ورځو تيرولو پۀ ځائے د نيک کارونو فِکر کوو، جنّت ته د تللو فِکر کوو۔
يقيناً حلال رزق ګټل هم زمونږه ذِمه واري ده، پۀ مناسب طور مونږ ته هم کار کَسب کول دي خو شپۀ ورځ د مال فِکر کول صحيح خبره نه ده۔ چې مونږ د الله پاک پۀ کارونو کښې مصروف شو يعنې * مونږ نيک کارونه کوو * نـمونځونه کوو * عبادتونه کوو * د دِين خدمت کوو * پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کوو * د نيکۍ دعوت