Book Name:Shehar e Muhabbat

روضې ته مخامخ ولاړ وو، سترګې يـې پټې وې، شونډې يـې خوزيدلې، پۀ ورو اواز کښې يـې د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حضور کښې پته نه لګي چې څۀ درخواستونه کول چې ناڅاپه يو بے اَدبه راغلو او د عاشق د عشق نه پۀ ډکه حاضرۍ کښې خنډ [يعنې رکاوټ] جوړ شو او اوئې وئيل: حاجي! کعبې ته مۀ شا کوه! څۀ خواست چې کوې نو کعبې ته مخ کړه او د روضې پۀ لور شاه کړه او اوئې کړه۔۔۔ د دربارِ رسالت حاضري وه، هٰغه وخت بَل يو اړخ ته توجه صحيح نه وه، لہٰذا حضور غزالئ زمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغۀ خبره داسې وګڼله چې هډو اوريدلې يـې نه وي او پۀ درخواستونو کښې مصروف شو۔ هٰغه کوم بے اَدبه چي وو، هغۀ د هغوئي حُليه مبارکه پۀ خپل ذهن کښې محفوظ کړه، نو پۀ بَله ورځ حضرت علّامه احمد سعيد کاظمي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هٰغه ځائے يو لوئي عهديدار له بوتلے شول۔۔۔ پۀ دې مُقدس جُرم کښې چې دا بنده د روضې پۀ لور مخ کوي او درخواستونه کوي۔ هغوئي د هٰغه لوئي عهديدار خوا له لاړل، هغۀ وړومبۍ پوښتنه هم دا وکړه: آيا تۀ د رسول [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] قبر د کعبې نه افضل ګڼې۔۔۔؟ بيا د غزالئ زمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه علمي کمال ته وګورئ! هغوئي ووفرمائيل: تۀ د کعبې خبره کوې، زۀ خو دا ځائے د عرش نه هم افضل ګڼم۔ هٰغه عهديدار ووئيل: پۀ دې باندې دليل راکړه۔۔۔!! هغوئي ووفرمائيل: بيا دليل واوره۔۔۔!! د قرآنِ کريم نه ثابته ده چې د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام شُکر ګزار بنده دے۔ بل خوا الله پاک فرمائي:

لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّکُمْ (پارہ:13، ابراہیم:7)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   که تاسو زما شکر ادا کوئ نو زه به تاسو ته نور زيات عطا کووم.

وګوره! يو خوا حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دے څوک چې شُکر ګزار بنده دے، بل خوا د الله پاک دا وعده ده چې شُکر ګزار ته به د مخکښې نه زيات عطا کولے شي، بيا دا خبره خو ثابت ده چې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دا وخت پۀ څلورم اسمان باندې تشريف