Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

آخر هغۀ حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د قيد نه ازاد کړلو۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دِين باندې څنګه اِستقامت دے۔ ډير پوخ ايمان لرل زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے صفت دے، پۀ دُنيا کښې څوک هم داسې نشته، نه وو، نه به چرې راشي چې د چا ايمان د جانِ ايمان، مکي مَدَني سلطان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان وي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې پاک صفت فيضان حاصل وو۔

کاش چې زمونږ هم پۀ دِين باندې، پۀ اِسلام باندې، پۀ ايمان باندې اِستقامت نصيب شي، کاش چې د خپل اِيمان د حفاظت سوچ مو پۀ حقيقي معنو کښې نصيب شي۔ آه! پۀ دې وخت کښې ايمان بچ کول ډير ګران شوي دي، د عِلمِ دِين داسې کمے دے چې د الله پناه۔۔۔! * څومره داسې خلق دي کوم چې سندرې وائي، سندرې اوروي، خوشحاليږي، حالانکې پۀ دې سندرو کښې د کُفر شعرونه دي او دوئي ته هډو معلومه نه ده، بس پۀ خپله مستۍ کښې مست وي او د ځان سره سندرې وائي، ډير پۀ خوند خوند يـې اوري۔

هسې هم که پۀ سندره کښې د کُفر الفاظ نه وي نو بيا هم سندرې سازونه اوريدل، نورو ته اورول شيطاني کار دے او د دې دومره سخت عذاب دے چې برداشت به يـې نکړے شو۔ د روايتونو مطابق څوک چې سندرې اوري، د قيامت پۀ ورځ به د هغۀ پۀ غوږونو کښې وِيلې کړے شوې اوسپنه اچولے شي۔ ([2])

 * بعضې وخت چې څۀ مصيبت راشي، پريشاني راشي، د ځوانۍ مرګ راشي، ناڅاپه حادثه راپيښه شي نو خلق ګيلې کوي، شکايتونه کوي، بعضې نادانه خو مَعَاذَ الله! (د الله


 

 



[1]... (طبقات الکبریٰ)۔

[2]... کنز العمال، جلد:15، صفحہ:96، حدیث:40662۔