Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

پاک پناه) د کُفر جُملې هم وائي او د ديني معلوماتو د کمي له وجهې به هغوئي ته د دې خبرې هډو پته هم نه وي چې دا د کُفر جمله ده کومه چې مسلمان د اِسلام نه اوباسي۔ * بعضې نادانه د غير مسلمو طور طريقې اختياروي، د هغوئي پۀ مذهبي تهوارونو کښې شامليږي، څۀ دنيائي فائده يـې وي، لالچ يـې وي، د پيسو حِرص يـې وي او له دې وجهې يـې مَعَاذَ الله! د ايمان پۀ لور هډو توجه نه وي، د الله پاک د ناراضګۍ خيال ورسره نه وي، د الله پاک نه د ويرې کمے وي، د عشقِ رسول کمے وي او داسې هغۀ د غير مسلمو د صحبت پۀ وجه د هغوئي پۀ مذهبي تهوارونو کښې شرکت کوي او بعضې ځل خو يـې د ايمان سودا هم کړې وي، د کُفر تيارۀ کوهي ته غورځيدلې وي او د هغوئي سره د خپل ايمان د دولت لوټ کيدو هډو اِحساس نه وي۔

الله پاک دې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله زمونږه هم پوخ، ډير پوخ ايمان نصيب کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

مسلماں ہے عطار تیری عطا سے                                                                                                   ہو ایمان پر خاتمہ یا اِلٰہی([1])

د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يو ډير زبردست او پۀ خپله موضوع باندې نا اشنا کتاب دے: کُفرِیہ کلمات کے بارے میں سُوال جواب۔ پۀ اُردو ژبه کښې پۀ دې موضوع باندې دومره تفصيلي کتاب ميلاويدل ډيره مشکله ده۔ دا کتاب د هر کور بلکې د هر يو کَس ضرورت دے۔ صرف د 675 صفحو کتاب دے او پۀ دې کښې د کُفريه کلماتو پۀ باره کښې داسې داسې معلومات دي چې څوک يـې ولولي نو هغۀ پرې پوهيږي۔ هم نن د مکـتبة الـمدينه نه دا کتاب هديه کړئ، که غواړئ نو د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه يـې هم ډاؤن لوډ کولے شئ! پخپله يـې هم ولولئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:105۔