Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

کولو چې هئ! زما رَبّ خو به زما نه ناراضه شوے نه وي۔ چې کله سلطانِ انبيا، مَحبُوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل خوږ صحابي حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: عثمانه! دا جبريل عَلَیْهِ السَّلَام دے، ما ته خبر راکوي چې تۀ د اسمان والؤ نُور يـې، د زمکې والؤ او د جنَّت والؤ ډيوه يـې۔ ([1])

جو دِل کو ضیا دے جو مقدر کو جِلا دے                                                     وہ جلوۂ دیدار ہے عثمانِ غنی کا

جس آئینہ میں نُورِ اِلٰہی نظر آئے                                                                          وہ آئینہ رُخسار ہے عثمان غنی کا([2])

وضاحت: د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ديدار زړۀ روښانه کوي او بخت رابيداروي، د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخ مبارک هٰغه آئينه ده پۀ کومه کښې چې د الله پاک د نُور جلوې پۀ نظر راځي۔

کاش چې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله زمونږه هم توفيق نصيب شي چې مونږ هم د الله پاک د رضا ارماني شو۔ آه! * زمونږ سره د دُنيا فِکر راسره وي * د کاروبار فِکر راسره وي * د نوکرۍ فِکر راسره وي * د پيسو فِکر راسره وي * د امتحانونو فِکر راسره وي * د خوراک فِکر راسره وي * د څښاک فِکر راسره وي * د اغوستو فِکر راسره وي * بَس هر وخت صرف د دُنيا فِکرونه راسره وي، هم پۀ دې کښې راګير يو، که نه وي راسره نو جنّت ته د تللو فِکر راسره نه وي، دوزخ ته د غورځيدو فِکر راسره نه وي، د اِيمان بچ کولو فِکر راسره نه وي، د الله پاک د راضي کولو فِکر راسره نه وي، کاش چې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله مو د الله پاک مَحَبَّت نصيب شي، مونږ هم د الله پاک د راضي کولو او د هغۀ د ناراضه کولو نه د بچ کيدو فِکر کوونکي جوړ شو۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:20۔

[2]... ذوقِ نعمت، صفحہ:81۔