Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

خوراکونه کوي خو چې کله غريبانانو له د ورکولو نمبر راشي نو ارزان څيزونه، خراب څيزونه، د کم معيار والا څيزونه غريبانانو له ورکوي، بلکې استعمال شوي څيزونه غريبانانو له ورکوي۔

دا هم غنيمت دے، د غريبانانو د مدد کولو يو ذِهن خو دے، څۀ مدد خو کوي خو د دې نه بَلې درجې ته تلل پکار دي، لکه څنګه چې پۀ دنيائي معاملو کښې د وړاندې تللو خواهش وي، هم داسې د نيکو پۀ معامله کښې مخکښې درجې ته د تللو ارمان پکار دے، غريبانانو له يـې ورکوئ، ضرور يـې ورکوئ، پۀ هغوئي باندې يـې خورئ، ضرور يـې پرې خورئ خو د خپل وَس مطابق ورله بهترين څيزونه ورکوئ، د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خو دا شان وو چې پۀ نورو باندې به يـې ښه خوراک کولو او پخپله به يـې ساده خوراک کولو، راځئ چې مونږ کم از کم هم دومره خو وکړو چې څۀ پخپله خورو هُم هغه پۀ غريبانانو باندې هم وخورو، څۀ چې پخپله اغوندو، هُم هغه غريبانانو له هم ورکړو، څنګه معيار چې د ځان د پاره خوښوو، هُم هٰغه معيار د غريبانانو د پاره هم خوښ کړو۔ الله پاک پۀ قرآنِ مجيد کښې ارشاد فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡۤا اَنۡفِقُوۡا مِنۡ طَیِّبٰتِ مَا کَسَبۡتُمۡ
(پارہ:3، البقرہ:267)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  اے ايمانـدارو! د خپلې پاکې ګټې نه (د الله پاک پۀ لار کښې) څۀ خرچ کړئ

وګورئ چې الله پاک د پاکې ګټې نه د الله پاک پۀ لار کښې د خرچ کولو حکم فرمائيلے دے۔ بيا يـې ووفرمائيل:

وَ لَا تَیَمَّمُوا الۡخَبِیۡثَ مِنۡہُ تُنۡفِقُوۡنَ وَ لَسۡتُمۡ بِاٰخِذِیۡہِ اِلَّاۤ اَنۡ تُغۡمِضُوۡا فِیۡہِ ؕ

(پارہ:3، البقرہ:267)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  او د خرچ کولو پۀ وخت کښې خاص د ناقصه مال (ورکولو) اراده مۀ کوئ حالانکه (که هُم هغه تا ته درکړے شي نو) تۀ به يـې د سترګو پټولو نه