Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

سلام اُس پر کہ جس نے گالیاں سُن کر دُعائیں دِیں([1])

وضاحت: يعنې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه د عظيم اخلاقو والا دے چا چې به د وينې تږو ته هم عطا کوله، بدو رَدو ويونکو ته به يـې هم دعاګانې کولې، پۀ داسې عظيم نبي، پۀ داسې بے مثاله رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دې سلام وي۔۔۔!!

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته هم د دې ښکلي خُلق نه حصه نصيب شوې وه۔ حضرت عمران بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سحر پۀ وخت جومات ته تشريف راوړلو، هٰغه دروازه پۀ کومه چې به هغوئي روزانه جومات ته داخليدل، پۀ هٰغه ورځ هم پۀ هٰغه دروازه باندې داخل شو، د دروازې برسيره کولو پۀ وخت هغوئي محسوس کړه چې د هغې شاته څوک دي۔ چا ته يـې ووئيل: وګوره چې دلته څۀ دي؟ درې څلور کَسان پاڅيدل، چې اوئې کتل نو هلته يو سړے پټ شوے وو، چا چې توره راويستې او پۀ لاس کښې يـې نيولې وه، هغۀ د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې پيش کړے شو، هغوئي ترينه پوښتنه وکړه چې تۀ څۀ غواړې۔۔۔؟ اوئې وئيل: زۀ تاسو وژل غواړم۔ اوئې فرمائيل: دا ولې؟ اوئې وئيل: تاسو چې پۀ يمن کښې کوم کَس ګورنر جوړ کړے دے، هغۀ پۀ ما باندې ظلم کړے دے (چې هغۀ تاسو مقرر کړے دے نو ځکه زۀ تاسو ته غصه ووم)۔ هغوئي پۀ مَحَبَّت سره ووفرمائيل: بيا خو تا له پکار وو چې تا د هٰغه ګورنر شکايت ما ته کړے وے، که ما انصاف نه وے کړے نو بيا به ما ته غصه کيدلے (خو تا خو د مخکښې نه د وژلو اراده وکړه؟)۔ بيا حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ځان نه ګير چاپيره موجودو خلقو ته ووفرمائيل: تاسو څۀ وايئ؟ د دې کَس سره څۀ کول پکار دي؟ ټولو عرض وکړو: اے اَمِيرُ المؤمِنين! دا


 

 



[1]... ؟؟؟۔