Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې نازل شو۔ ([1]) او پۀ دې آيت کښې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ درې صفتونه بيان کړے شوي دي: (1): حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شپې پۀ کثرت سره سجدې کوونکے، نـمونځونه ادا کوونکے دے (2): حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د آخرت نه ډير ويريدونکے دے (3): حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله پاک د رحمت نه ډير اُمِّيد لرونکے دے۔

د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ودانې محترمه فرمائي: حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به ټوله شپه عبادت کولو او پۀ يو رکعت کښې به يـې د ټول قرآن تلاوت کولو۔ ([2])

حضرت زُبَير بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هميشه روژې نيولې، د شپې پۀ اولنۍ حصه کښې به يـې لږ وخت ارام کولو، بيا به يـې ټوله شپه پۀ عبادت کښې تيروله۔ ([3]) حضرت عبد الله تيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه شپه زۀ د کعبې شريفې پۀ خوا کښې ووم، ما د ماسخوتن نـمونځ ادا کړو، بيا د مقامِ ابراهيم پۀ خوا کښي ودريدم، پۀ دې کښې اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړلو، هغوئي د سورۀ فاتحه نه د قرآنِ کريم تلاوت شروع کړو او تلاوت يـې کولو، کولو، تر دې پورې چې د ټول قرآنِ کريم تلاوت يـې وکړو۔ ([4])

کاش چې د اميرُ المؤمِنين حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله مو د قرآنِ کريم سره مَحَبَّت نصيب شي، کاش چې مونږ هم شپه او ورځ د قرآنِ کريم تلاوت کوونکي جوړ شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔


 

 



[1]... صِراطُ الجنان، پارہ:23، الزمر، تحت الآیہ:9، جلد:8، صفحہ:438-439 ماخوذاً۔

[2]... الزہد امام احمد، زُہد:عثمان بن عفان، صفحہ:105، حدیث:673۔

[3]... مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب:صلاۃ التطوع، باب :بقیام اللیل، جلد:2، صفحہ:173، حدیث:6۔

[4]... زُہد لابن المبارک، باب: فضل ذکر اللہ، صفحہ:452، حدیث:1276 خلاصۃً۔