Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي ديني ماحول د څۀ نعمت نه کم نه دے دا ماحول که يو خوا * د الله پاک د حکمونو * د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو پابند جوړوي * نو بل خوا د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم مَحَبَّت هم پۀ زړونو کښې زياتوي۔ د خپلو عقيدو او اعمالو د تحفظ د پاره  د ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط وساتئ! د دعوتِ اِسلامي پۀ ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ!  د دِين او دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني کورسز هم دے۔

 * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د دِين نُور تقسيموونکے ديني تحريک دے * کم از کم فرض عِلمِ دِين لکه د اودس، غسل، نـمونځ، جنازې، روژې، زکوٰة وغيره ضروري مسئلې خو دې هر مسلمان زده کړي، دعوتِ اِسلامي د دې اراده لري * د دې مقصد د پاره دعوتِ اِسلامي ډير شارټ کورسونه کوي، لکه * د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس * د 7  ورځو د 12 ديني کارونو کورس * د 7 ورځو اِصلاحِ اَعمَال کورس۔ او نور هم ډير کورسونه کولے شي۔

 * تاسو هم دا مختصر مختصر کورسونه وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې دِين زده کړئ نو الله پاک به راضي شي * پۀ رزق کښې به مو برکت راشي * د عِلمِ دِين خزانه به حاصله کړئ * د نيکو ذِهن به مو جوړيږي * د الله پاک عبادت چې پۀ صحيح انداز وکړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ! کرم به هُم کيږي * د شارټ کورسونو دا فائده هم وي چې انسان پۀ غير محسوس انداز کښې ډير څۀ زده کړي * کار روزګار يـې هم نه خرابيږي او پۀ يو څو ورځو کښې ډير معلومات حاصل شي * لکه څنګه چې نـمونځ دے، د دې احکام او مسائل خو دومره ډير دي چې کتابونه ترينه ډک دي، زمونږ پۀ شان خلق به دومره غټ غټ کتابونه څنګه لولي؟ دومره وخت به څنګه اوباسي؟ ځکه اسانه