Book Name:Rah e Najat
اِسلام قبلولو نه اِنکار وکړو۔ د هغوئي زامنو د خپل والد د پوهه کولو د پاره يوه منصوبه جوړه کړه، داسې يـې وکړل چې کله شپه شوه نو ټول اوده شول خو هٰغه د لرګي بُت د کوم چې به عَمرو بن جَمُوع (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) عبادت کولو، هغوئي هٰغه بُت اوچت کړو او پۀ ډيران کښې يـې وغورځولو او واپس راغلل۔ چې سحر شو نو عَمرو بن جَمُوع (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) چې وکتل چې مَنَات خو پۀ خپل ځائے کښې نشته، ډير يـې وکتو، ډير يـې ولټولو خو چرته يـې هم څۀ درک اونه لګيدو، اخر د لټولو پۀ تکل کښې د ګندګۍ ډيران ته لاړو، هلته يـې خپل مَنَات پۀ ذِلَّت سره پروت وليدو نو ويريدلو، زر يـې راوچت کړو او کور ته يـې راوړلو، اوئې وينځلو، غسل يـې ورکړو، خوشبو يـې پرې ولګوله او پۀ اَدَب باندې يـې پۀ يو ځائے کښې کيښودو او د هغه عبادت يـې شروع کړو، چې بله شپه راغله نو زامنو يـې بيا هم هٰغسې وکړل، بَل سحر بيا مَنَات پۀ خپل ځائے کښي نه وو، نن هم د ګندګۍ پۀ ډيران باندې ميلاؤ شو، يو څو ځل چې داسې وشول نو بيا عَمرو بن جَمُوع (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) څۀ نا څۀ پوهه شو، نو هغوئي يوه توره د مَنَات غاړې ته واچوله او اوئې وئيل: که چرې پۀ تا کښې څۀ خير وي نو نن تۀ پخپله خپل حفاظت وکړه۔
بيا چي شپه شوه نو د عَمرو بن جَمُوع (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) زامنو نن څۀ وکړل چې د مَنَات د غاړې نه يـې توره کوزه کړله او د هغې پۀ ځائے يـې ورته يو مړ سپے غاړې ته واچولو۔ پۀ بله ورځ چې عَمرو بن جَمُوع (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) دا حالت وليدلو نو بيا د هغوئي زړۀ روښانه شو، هغوئي مَنَات ته رَدې بَدې وه وئيلې او اوئې فرمائيل: که چرې تۀ خدائے وې نو داسې به دې سپے غاړې ته نه اچولو او ذليله کيدلې به نۀ۔ د دې نه پس حضرت عَمرو بن جَمُوع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه وه وئيله او اِسلام يـې قبول کړو او د هدايت لارې ته راغلو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا صِرف يوه واقعه ده، داسې پۀ زرګونو واقعې د تاريخ پۀ