Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

مړه نه شي“ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډير خلق داسې کوي، څوک يـې چې نه کوي، هغوئي له هم کول پکار دي۔ زۀ چې کوم اړخ ته ستاسو پام راګرځول غواړم هغه دا دے چې د سوچ خبره ده چې آيا پۀ دې زمکه باندې بَل هم داسې مخلوق شته چې هُم دغه شان د نورو مخلوقاتو خيال ساتي۔۔۔؟ آيا يو ځناور ته چرته دا خيال راغلے دے چې زۀ د انسان داسې فِکر وکړم؟ اخر دا خيال صرف هُم انسانانو له ولې راځي؟ د انسان دننه دا جذبې ولې پيدا کيږي؟ ساده شان جواب دے، انسان اَشرَفُ المخلوقات دے، پۀ دې زمکه باندې چې نور څومره هم مخلوقات دي، هٰغه ټول د دې دُنيا حصه ده خو انسان هٰغه عظيم مخلوق دے کوم چې الله کريم د دې زمکې ساتونکے جوړ کړے دے۔ دا دِين دے کوم چې مونږ ته وائي:

وَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مِّنْهُؕ- (پارہ:25، سورۂ جاثیہ:13)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او کوم څۀ چې پۀ اسمانونو کښې دي او کوم څۀ چې په زمکه کښې دي ټول يـې له خپل طرفه ستاسو پۀ کار کښې ولګول۔

دا د اِنسان اصلي قدر او قيمت دے۔۔۔!! دا دے د انسان اهميت۔۔۔!! انسان د ځناورو پۀ شان پۀ فطرتي توګه د کائنات حصه (Part of Natural world) نه ده بلکې پۀ دې دُنيا کښې د رَبُّ العالمين خليفه او د دې دُنيا ساتونکے دے۔ هُم انسان هٰغه دے د چا د پاره چې نمر، سپوږمۍ ستوري پۀ کار باندې لګولے شوي دي، هُم انسان دے د چا د پاره چې د زمکې هر څيز تابع کړے شوے دے۔

څومره د حيرانتيا خبره ده، د چا چې دعویٰ ده چې مونږ هر څۀ پۀ عقل باندې کولے شو، هغوئي خو تر اوسه خپل ځان، خپل صلاحيتونه، خپل اهميت هم نه دے پيژندلے نو نور به څۀ وکړي۔ دا حقيقت دے چې انسان ته د هغۀ اصلي قدر او قيمت، د هغۀ اصلي