Book Name:Rah e Najat
بيا دا د شيطان پۀ خبرو کښې راغلو او پۀ هغۀ باندې د عقل پرستۍ پيريان کښيناستل، هغۀ دِين او د الله پاک راليږلے شوے هدايت پريښودو او د خُدايۍ دعویٰ يـې وکړه۔ چې کله يـې داسې وکړل نو الله پاک د هٰغه وخت نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وليږله، حکم وشو چې دې بادشاه ته وفرمايئ! تر څو پورې چې تۀ پۀ نيغۀ لاره باندې روان وې نو ما ستا سلطنت ښه قائم وساتلو، اوس چې تا زما نافرماني شروع کړه، بس زما د عزت او جلال قَسم۔۔۔!! اوس به پۀ تا باندې بخت نصر (نومې ظالِم بادشاه) مسلط کولے شي۔ بيا هم داسې وشول، لږه موده پس بخت نصر پۀ هٰغه بدبخته بادشاه باندې حمله وکړه، د هغۀ سر يـې قلم کړو او د هغۀ پۀ سلطنت باندې يـې قبضه وکړه۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عبرت خبره ده۔۔۔!! بادشاه وو، د طاقت والا وو، د خزانو والا وو، 400 کاله حکومت يـې کړے وو، تر څو پورې چې دا د الله پاک د دِين تابع وو، د رَبِّ کريم فرمانبرداره وو، د هغۀ سلطنت چليدو، څنګه چې هغۀ د دِين نه انکار وکړو، د دِين نه يـې مخ واړولو، د عقل پۀ جال کښې راګير شو، د شيطان پۀ چل کښې راغلو، تباه او برباد شو، د هغۀ بادشاهت، د هغۀ سلطنت، د هغۀ تاج او تخت، د هغۀ طاقت هيڅ هم هغۀ د الله پاک د قهر نه بچ نکړے شو۔ پۀ دې کښې زمونږ د پاره سبق دے چې مونږ ته پۀ هره لحظه، هر وخت، د ژوند پۀ هره معامله کښې، پۀ هر لحاظ سره د دِين او د شريعت فرمانبرداره اوسيدل پکار دي، پۀ دې کښې زمونږه د پاره خير دے، پۀ دې کښې زمونږه عزت دے، پۀ دې کښې د دواړو جهانونو کاميابي ده، هم دا زمونږه د ژوند اصلي معيار دے۔
د الله پاک لوئي کرم دے چې هغۀ مونږ ته د اِيمان دولت عطا کړے دے، رَبِّ کريم دې مونږ ته پۀ دې باندې اِستقامت هم راعطا کړي۔ کاش چې مونږه تر مرګه پورې