Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

ورته شيطان وه وئيلو * کله دا د ظلم زور ښکار کړے شوه * کله د دې عزت تار تار کړے شو او پۀ اوسني ترقي يافته دور کښې وګورئ، دا عقل پرسته، د دِين نه بيزاره غير مسلمه۔۔۔!! دوئي د زنانؤ نه صرف يو اشتهار جوړ کړے دے۔ دا صرف دِينِ اِسلام دے کوم چې وه وئيل چې * زنانه که چرې لور وي نو رحمت وي * که خور وي نو عزت وي * که مور وي نو د ښپو لاندې يـې جنَّت وي * که د ښځې پۀ توګه کور ته راشي نو د دې پۀ ذريعه د سړي نيم اِيمان محفوظ شي * دغه شان  معاشي مسئله ده۔۔۔!! پيسه ګټل څنګ دي؟ څنګه به يـې لګوې؟ پۀ دې مسئله باندې هم تر ډيرو صدو پورې بحث کيدلو خو عقل د دې هيڅ حل اونه ويستلو، مارکس اِزم، کيپټل اِزم وغيره څومره څومره انقلابونه راغلل، څنګه څنګه تحريکونه شروع شول خو مسئله هم هٰغه شان پرته ده، څوک چې غريبانان وو، نور هم غريبانان کيږي، څوک چې مالداره وو، نور هم مالداره کيږي، دا صِرف اِسلام دے کوم چې دا مسئله حل کړه، تاريخ ګواه دے چې، ”حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپل دوه نيم کاله دورِ خلافت  کښې اِسلامي نظام نافذ کړے وو، معاشرې دومره ترقي کړې وه چې د زکوٰة حق دار به نه ميلاويدو۔“ ([1])

 غرض دا چې پۀ زرګونو مسئلې دي پۀ کومو باندې چې انسان تر صدو پورې سوچونه وکړل، د عقل نه يـې کار واخستو خو هيڅ حل يـې راونه ويستلو، دا دِين دے، د الله پاک راليږلے شوے هدايت دے، کوم چې د دې مسئلو ډير بهترين حل راويستے دے۔ دا ټول تاريخې حقيقتونه د دې خبرې ګواهي ورکوي چې پۀ دې دُنيا کښې انسان د دِين او د شريعت محتاجه دے، انسان پابند دے چې ځان پۀ مکمله توګه الله او رسول
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وسپاري، بيا د شريعت مطابق ژوند تير کړي، پۀ خپل کور، خپل کاروبار، خپلو ټولو معاملو کښې شريعت خپل معيار جوړ کړي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ


 

 



[1]... سیرۃ عمر بن عبدالعزیز لابن حکم، غنی الناس فی خلافۃ عمر، صفحہ:110 خلاصۃً۔