Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

عادتونو نه شفا ورکولے شي نو د ظاهري بيمارو نه هم نجات ورکولے شي۔

خير! هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل ورور د بيمارۍ پۀ باره کښې عرض وکړو، محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ هغۀ باندې شات وخوره! هغۀ واپس لاړو، خپل ورور له يـې شات ورکړل۔ بيا مسئله د حل کيدو پۀ ځائے نوره هم زياته شوه، يعنې د مخکښې نه زيات دستونه شروع شول۔ بيا حاضر شو، محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا وفرمائيل: پۀ هغۀ باندې شات وخوره! واپس لاړو، بيا يـې پرې شات وخوړل۔ مسئله نوره هم زياته شوه۔ پۀ دريم ځل حاضر شو، خواست يـې وکړو، بيا هم دغه ارشاد وشو، واپس لاړو، نور شات يـې پرې وخوړل۔ مسئله نوره هم زياته شوه۔ پۀ څلورم ځل حاضر شو، خواست يـې وکړو، اوئې فرمائيل: الله پاک رښتونے دے، ستا د ورور خِيټه دروغژنه ده (يعنې ما ته ستا د ورور د بيمارۍ پۀ باره کښې الله پاک دا فرمائيلي دي چې د هغۀ عِلاج پۀ شاتو کښې دے، که پۀ شاتو خوړلو باندې بيماري نۀ ښه کيږي نو بيا هم د الله پاک فرمان رښتونے دے، قصور ستا د ورور د خِيټې دے)، دا ځل بيا لاړ شه! پۀ هغۀ باندې شات وخوره! دا ځل چې هٰغه صحابي واپس لاړو، شات يـې پرې وخوړل نو د هغۀ ارام نصيب شو۔ (مشکاۃ)

اوس دلته وګورئ! يو خو د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بے مثله او بے مثاله اِيمان دے چې الله پاک د وحي وغيره پۀ ذريعه باندې دا فرمائيلي چې د دې بيمارۍ علاج به پۀ شاتو باندې کيږي خو درې ځل پرې د شاتو خوړلو باوجود عِلاج اونه شو، محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې باندې څۀ وفرمائيل: الله پاک رښتونے دے، ستا د ورور خِيټه دورغژنه ده۔

معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت هم دغه دَرس دے چې زمونږه سترګو ليدلې خبره غلطه هم کيدے شي خو د الله پاک فرمان غلط نشي کيدے۔