Book Name:Rah e Najat
دوزخ حقدار به جوړيږي، پۀ دې باره کښې پۀ روايتونو کښې دي چې د قيامت پۀ ورځ به دا خلق راجمع کړے شي، الله پاک به فرمائي: تاسو ټول دوزخ ته لاړ شئ۔۔۔!!
دا حکم چې واوري نو دوئي به دوه ډلې شي، يوه ډله چې څنګه حکم واوري نو د دوزخ طرف ته به منډې کړي، دويمه ډله به د خپل عقل مطابق سوچ وکړي او وه به وائي: اے الله پاکه! مونږ پۀ کوم جرم کښې دوزخ ته لاړ شو، مونږ ته خو ستا دِين هډو رارسيدلے نه دے۔
بيا به هٰغه خلق کومو چې د حُکم اوريدو سره د دوزخ طرف ته منډې کړې وې، هغوئي به واپس راوغوښتلے شي، وه به وئيلے شي: لکه څنګه چې نن تاسو حکم اومنو، که داسې پۀ دُنيا کښې تاسو ته دِين در رسيدلے وے نو تاسو به منلے وے ځکه تاسو د جنَّت حق دار يئ۔ نور خلق کومو چې به د الله پاک د حکم پۀ مقابله کښې خپل عقل استعمال کړے وي، هغوئي ته به وفرمائيلے شي: تاسو چې څنګه نن حکم اونه منلو، کۀ تاسو ته پۀ دُنيا کښې دِين در رسيدلے وے نو هُم تاسو به نۀ منلے، ځکه تاسو د دوزخ حق دار يئ۔ ([1])
معلومه شوه چې اصلي امتحان هم دا دے چې څوک د الله او د رسول حکم پۀ چپه خُله او بغير د ليدلو نه مني او څوک چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حکم پۀ مقابله کښې د خپل عقل نه کار اخلي۔ ځکه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې د زړۀ د اِخلاصه يقين ساتئ! که پۀ يوه خبره باندې مونږه پوهيږو نو مونږ له د الله پاک شُکر ادا کول پکار دي، که مونږ پرې نه پوهيږو نو زمونږه پوهه کمه ده، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان زمونږ د عقل نه ډير لوئي دے، هغه اومنئ!