Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
سره ميلاؤيدل وي يا ضروري شاپنګ کول وي * که اختر وي او که تهوار * که واده وي او که پۀ جنازه کښې شرکت * که افطار پارټي وي او که د سالګرې دستوره * که ګاډے درنه ځي او که د سفر نه ايساريدل وي، پۀ هر يو حالت کښې نـمونځ هُم پۀ خپل وخت کښې ادا کول لازمي دي، د دُنيا هر يو کار ودريدے شي خو چې تر څو پورې شريعت اجازت درنکړي، تر هغې پورې نـمونځ د خپل وخت نه لرې کول هيڅکله هيڅکله هم جائز نۀ دي۔
د ماښام نـمونځ يـې چې ناوخته کړو نو۔۔۔
يو ځل پير مهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سفر باندې وو، څۀ دوستان وغيره هم ورسره وو، پۀ ګاډي کښې يـې سفر کولو، پۀ سفر کښې د ماښام د نـمونځ وخت شو، پير صاحب وفرمائيل: ګاډے دې ودرولے شي او نـمونځ دې ادا کړے شي۔ يو صاحب ووئيل: بس کور رارسيدونکے دے، مونږ چې خپل منزل ته ورسو نو وه به يـې کړو۔
د سفر پۀ حالت کښې جَمعه واجب نۀ وي ([1]) او پۀ وخت کښې دننه منزل ته هم رسيدل وو، نو دا فيصله وشوه چې منزل ته ورسو نو نـمونځ به وکړو۔ پۀ دې سوچ باندې سفر جاري وو، لا لږ مخکښې تلي وو چې ناڅاپه حادثه وشوه او ګاډے اُلټا شو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ځاني نقصان اونه شو، ټول محفوظ پاتې شول۔ هٰغه وخت پير مهر علي شان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: دا پۀ نـمونځ کښې بغير د څۀ وجهې د ناوخته کولو وَبال دے۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي چې رښتيا خبره ده، مونږ چې د کومو خبرو بهانه جوړوو او پۀ نـمونځونو کښي ناوخته کوو، څۀ پته لګي چې د نـمونځ ناوخته کولو پۀ وجه زمونږه کارونه ودريږي يا پۀ بَل يو ازميښت کښې راګير شو، ځکه مونږ له پکار دي چې څنګه د نـمونځ وخت شي نو فوراً د جَمعې سره نـمونځ وکړو، بيا پۀ خپلو کارونو کښې مصروف شو،