Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې آيت پۀ تفسير کښي فرمائي: د دې معنیٰ دا نۀ ده چې هغوئي به د سَره هډو نـمونځ نۀ کولو بلکې معنِیٰ دا دہ چې هٰغه خلقو به نـمونځ پۀ وخت تيرولو کولو۔ ([1])
د الله پاک د ټولو نه اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې قصداً نـمونځ پريښودو، د هغۀ نه د الله پاک او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِمّه بري شوله. ([2])
اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې قصداً د يو وخت نـمونځ پريښودو، پۀ زرګونو کاله پۀ دوزخ کښې د پاتې کيدو حق دار شو، تر څو پورې چې توبه نکړي او د هغې قضا را نۀ وړي۔ ([3])
منقول دي: د قيامت پۀ ورځ باندې به پۀ نـمونځونو کښې سستۍ کولو والا پۀ دې حال کښې راځي چې د هغۀ پۀ مخ باندې به درې کرښې ليکلې وي: (1): اے د اللہ حق بربادوونکيه! (2): اے د اللہ د غضب سره مخصوصه! (3): لکه څنګه چې تا پۀ دُنيا کښې د الله پاک حق ضائع کړو دغه شان نن تۀ هم د الله پاک د رحمت نه مايوسته شۀ۔ ([4])
پڑھتے رہو نَماز تو جنت کو پاؤ گئے چھوڑو گے گر نَماز جہنم میں جاؤ گے
د مِعراج پۀ شپه يـې عذاب وليدلو
رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج پۀ شپه د داسې خلقو خوا له تشريف يوړلو د کومو سرونه چې به پۀ کاڼو چقيدل، کله به چې هم هغۀ وچقولے شول هغۀ به د مخکښې پۀ