Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

خيال ساتي۔ دوستانو يـې عرض وکړو: اے ابو دردا! آيا د دې نه مُؤذِّن مُراد دي؟ اوئې فرمائيل: بلکې چې کوم مسلمان هم د نـمونځ د وخت خيال ساتي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې کوم بندګان د نـمونځونو د وختونو خيال ساتي، د الله پاک پۀ نزد د هغوئي ډير عزت دے۔ مونږ له پکار دي چې د دې خيال وساتو، د نـمونځونو د وختونو معلومات ساتل پۀ خپل عادت کښې شاملول پکار دي، مونږ ته د دې معلومات پکار دي چې نن سبا د کوم نـمونځ وخت کوم وخت شروع کيږي او کوم وخت ختميږي * د دعوتِ اِسلامي يو موبائل ايپلي کيشن دے: PrayerTime (د نـمونځ وختونه)۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ! پۀ دې کښې د پينځوو واړو نـمونځونو وختونه او د دې نه علاوه ډير سهولتونه ورکړے شوي دي، وخت پۀ وخت دا ګورئ * دغه شان د محلې جومات چرته چې مونږه نـمونځونه کوو، چې دفتر ته ځو نو د دفتر سره پۀ نزدې جومات کښې د جَمعې وختونه څۀ دي، د کوم نـمونځ جَمعه پۀ کوم وخت کيږي، د دې هر څۀ معلومات ساتئ، بيا د دې مطابق خپل جدول جوړوئ۔

د دُنيا د ټولو نه وړومبے اَلَارم

 پۀ روايتونو کښې دي: د الله پاک نبي او زمونږه د ټولو والدِ محترم حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام چې کله دُنيا ته تشريف راوړلو نو بيا ظاهره ده چې دلته کار روزګار هم کول وو، حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  به زميداره کوله، پۀ دُنيا کښې يـې نوے نوے قيام وو، ګړۍ، الارم وغيره وغيره هيڅ سهولتونه هم هٰغه وخت نۀ وو۔ نو هغوئي د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: اے الله پاکه! چې داسې صورت وي چې کله د نـمونځ وخت شي نو چې زۀ پۀ څۀ طريقه باندې خبر شم د پاره د دې چې زۀ ټول کارونه پريږدم او پۀ نـمونځ کښې مصروف شم۔ هٰغه وخت الله پاک بانګي عطا


 

 



[1]...  کتاب الثقات  ، جلد:4، صفحہ:330، حدیث:4799۔