Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

چې د خير کار (يعنې د نيکئ کار طرف ته) لار ښودنه وکړي د هغه هُم هٰغه همره ثواب کيږي څومره چې د خير کار (يعنې د نيکئ) کوونکي کيږي.([1]) د د واړه اختر په شپه او د اختر په وړومبئ ورځ په اهمو ځايونو کښې د فطرے سټالونه لګولو په ذريعه په دې نيک کار کښې حصّه اخستل کيدے شي، ذمه دارانو سره رابطه وکړئ او د عطياتو سټال لګولو ځائے وټاکئ او د ډيرو ډيرو عطياتو راجمع کولو کوشش وکړئ. الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راکړي. آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم. 

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د اختر پۀ شپه پۀ قافلو کښې د سفر کولو ترغيب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف مياشت اوس د لږ وخت ميلمنه ده او ډيره زر رخصتيدونکې ده. بيا به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اختر شپه راشي.        اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هر کال د اعتکاف سعادت حاصلوونکي خوش قِسمته اِسلامي وروڼه او د نورو عاشقانِ رسول يوه شميره د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح د کوشش د مقدسې جذبې لاندې پۀ دې شپه د قافلو مسافر جوړيږي. هسې خو دا ډير ګران کار دے خو ياد ساتئ چې د نيکۍ دعوت ورکول او پۀ دې لاره کښې مشقت کول د انبيائے کرامو  علَيهِمُ السَّلام   سُنَّت دي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام    * صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د کورونو نه وَتل * لرې لرې  علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او * پۀ مشقت سره به يـې د دِين پيغام عام کولو *  د مخکښينو خلقو پۀ قربانو مونږ ته دِين رارسيدلے دے.

تاسو هم د اختر د شپې نه پۀ قافله کښې د سفر کولو نيت وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير


 

 



[1]...فتاویٰ رضویہ، جلد:16، صفحہ:468۔