Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمَّت به هر کال د يوې مياشتې روژې نيسي او هٰغه مياشت د رمضان ده، زۀ بہ هغوئي ته د هرې ورځې د روژې پۀ بدل پۀ جنَّت کښې يو ښار ورکووم، پۀ دغه مياشت کښې به هغوئي ته د نفل پۀ بدل کښې د فرض ثواب ورکووم، پۀ دغه مياشت کښې به هغوئي ته لَيلَةُ الـقَدر ورکووم، څوک چې پۀ دغه مياشت کښې پۀ پښيمانتيا او رښتنولۍ سره يو ځل توبه کړي که پۀ دغه شپه يا پۀ دغه مياشت کښې مړ شو هغۀ ته به د 30 شهيدانو ثواب عطا کووم۔ ([1])
پڑھتے رہو نماز کہ جنّت میں جاؤ گے
ہوگا وہ تم پہ فضل کہ دیکھے ہی جاؤ گے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د 5 نـمونځونو د بيلو بيلو وختونو مقرر کولو بيل بيل فضيلتونه او بيل بيل حکمتونه دي، ځکه مونږ له پکار دي چې دغه فضيلتونه حاصل کړو، هر يو نـمونځ هم پۀ خپل مقرر کړے شوي وخت کښې ادا کړو، که هر قِسمه مجبوري وي، هره يوه مجبوري يو اړخ ته کيږدو او مخکښې نـمونځ وکړو، بيا پۀ نورو کارونو کښې مصروف شو۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د نـمونځ پۀ خپل وخت د نۀ کولو وبال
ياد ساتئ چې نـمونځ د خپل وخت نه لرې کول يعنې قضا کول ډيره سخته ګناه ده۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
فَخَلَفَ مِنْۢ بَعْدِہِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوۃَ
(پارہ:16، سورۀ مریم:59)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د هغوئي نه پس هٰغه نالائقه خلق د هغوئي پۀ ځائے راغلل کومو چې نـمونځونه ضائع کړل۔