Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
که الله پاک وغوښتل نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نـمونځ پۀ برکت به کارونه هم وشي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د بهارِ شريعت د صاحب ځانګړې جذبه
د بهارِ شريعت د صاحب مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واقعه ده، يو ځل هغوئي پۀ اجمير شريف کښې وو، سخت بيمار شو، تر دې پورې چې بے هوشه شو، د ماسپښين نه مخکښې بے هوشه شو او تر مازديګره پورې بے هوشه وو۔ حافِظِ مِلَّت علّامه عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خدمت د پاره حاضر وو، مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله پۀ هوش کښې راغلو نو د ټولو نه وړومبے يـې دا پوښتنه وکړه: د ماسپښين وخت دے که نۀ؟ عرض وکړے شو: د ماسپښين وخت خو ختم شوے دے۔ پۀ دې اوريدو دومره پۀ تکليف کښې شو چې پۀ سترګو کښې يـې اوښکې راغلې۔ حافِظِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض وکړو: آيا د حضور پۀ څۀ ځائے درد دے؟ اوئې فرمائيل: (ډير زيات تکليف دے چې) د ماسپښين نـمونځ قضا شو۔ عرض وکړے شو: تاسوه بے هوشه وئ او پۀ بے هوشۍ کښې قضا شو، پۀ نـمونځ باندې راګيريدل نشته۔ (ظاهره ده چې بے هوشه بنده د نـمونځ کولو طاقت نۀ لري نو قضا کيدل د هغۀ پۀ اختيار کښې نۀ دي، ځکه پرې راګيريدل هم نشته) خو د نيکانو خلقو ځانګړي شانونه دي، هغوئي پۀ درديدلي زړۀ سره وفرمائيل: تاسو د راګيريدلو (يا نۀ راګيريدلو) خبره کوئ، پۀ مقرر کړے شوي وخت باندې خو د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ نه محرومه پاتې شوم۔ ([1])
میں پانچوں نمازیں پڑھوں باجماعت ہو توفیق ایسی عطا یااِلٰہی!
میں پڑھتا رہوں سنتیں وقت ہی پر ہوں سارے نوافل ادا یااِلٰہی!([2])