Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

د جنګ پۀ حالت کښې هم د نـمونځ اهميت

معلومه شوه چې د نـمونځونو وختونه مقرر دي او هر نـمونځ پۀ خپل مقرر کړے شوي وخت کښې ادا کول لازم او ضروري دي۔ د يو نـمونځ وخت هم تيرول يعنې نـمونځ قضا کول ډيره سخته ګناه ده۔ ([1]) د بنده که هر قِسمه مجبوري وي، تر څو پورې چې شريعت اجازت ورنکړي، نـمونځ د خپل وخت نه لرې کول، مثلاً دا سوچ کول چې اوس مصروف يم، د ماسپښين نـمونځ به د مازديګر پۀ وخت کښې وکړم، د ماښام نـمونځ به د ماسخوتن پۀ وخت وکړم، دا انداز هيڅکله هيڅکله هم جائز نۀ دے۔

يو ځل د جنګ موقع وه، غير مسلمو پۀ خپل مينځ کښي سازش جوړ کړو چې د مازديګر وخت کيدونکے دے، د مسلمانانو نـمونځ ډير خوښ دے، دوئي چې کله نـمونځ کوي نو مونږ به پرې هٰغه وخت حمله وکړو۔ هغوئي دا سازش وکړو، بل خوا الله پاک حضرت جبريل امين    عَلَیْهِ السَّلَام راوليږلو، د پينځمې سيپارې آيتونه نازل شول، پۀ دې کښې الله پاک د ويرې د نـمونځ پوره طريقه وښودله چې کله داسې معامله راشي نو هٰغه وخت پۀ دوو ډلو کښې تقسيم شئ! يوه ډله دې پۀ جَمعه کښې شامله شي، د اِمام سره دې يو رکعت وکړي، دويمه ډله دې د دښمن سره مقابله کوي، بيا دې وړومبۍ ډله د دښمن مقابلې له راشي او دويمه دې د اِمام سره پۀ جَمعه کښې شامله شي، ([2]) دا طريقه يوه پوره طريقه ده کومه چې پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ تفصيل سره بيان کړے شوه، د دې نه تاسو اندازه ولګوئ چې نـمونځ پۀ خپل وخت کښې دننه ادا کول څومره ضروري دي۔ د جنګ پۀ حالت کښې هم د ماسپښين او د مازديګر يا د ماښام او د ماسخوتن د نـمونځ د يو ځائے ادا کولو اجازت ورنکړے شو۔

معلومه شوه چې که هر څنګه مجبوري وي * پۀ سَر درد وي يا تبه مو ونيسي * د ډاکټر


 

 



[1]... بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ:700، حصّہ:4 ملتقطاً۔

[2]... مسند ابی یعلیٰ، جلد:2، صفحہ:683، حدیث:1444 خلاصۃً۔