Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
نه رضا وي * نـمونځ د دِين ستَن ده * د نـمونځ سره ګناهونه معاف کيږي * نـمونځ د دُعاګانو د قبليدو سبب دے * نـمونځ د بيمارو نه بچ کوي * د نـمونځ سره بدن ته سکون ميلاؤيږي * د نـمونځ سره پۀ رزق کښې برکت وي * نـمونځ د بے حيايۍ او بدو کارونو نه بچ کوي * نـمونځ د شيطان خوښ نۀ دے * نـمونځ د قبر پۀ تيارۀ کښې د تنهايۍ ملګرے دے * نـمونځ د نيکو چابړے درنوي * نـمونځ د مومن معراج دے * نـمونځ پۀ وخت باندې ادا کول د ټولو عملونو نه افضل دے * د نـمونځ کوونکي د پاره د ټولو نه لوئي نعمت دا دے چې هغۀ به د قيامت پۀ ورځ د الله پاک ديدار کوي۔ ([1])
ہر عبادت سے بَرتر عبادت نَماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولتِ نَماز
قلبِ غمگیں کا سامانِ فَرحت نَماز ہے مریضوں کو پیغامِ صِحّت نَماز
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ ربّ سے دلوائے گی تم کو جنت نَماز([2])
نـمونځ پۀ مقرر کړے شوي وخت کښې فرض دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځ پۀ مونږ باندې پۀ خپل مقرر کړے شوي وخت کښې فرض دے۔ پۀ 5 سيپاره، سورۀ نساء، آيت: 103کښې الله پاک فرمائي:
اِنَّ الصَّلٰوۃَ کَانَتْ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ کِتٰبًا مَّوْقُوْتًا (۱۰۳)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه نـمونځ پۀ مسلمانانو باندې پۀ مقرره وخت کښې فرض دے۔
پۀ تفسير صراط الـجنان کښې دي: (معلومه شوه چې) د نـمونځ وختونه مقرر دي ځکه لازم دي چې د دغه وختونو خيال وساتلے شي۔ ([3])