Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

د معرِفت د دروازو د برسيره کيدو وخت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د نـمونځونو سره محبت وکړو، زمونږه مجبورۍ پۀ خپل ځائے باندې خو شريعت چې د نـمونځ کوم وخت مقرر کړے دے، د هغې هم خپل اهميت او فضيلت دے، د الله پاک پۀ بارګاه کښې چې حاضري پۀ مقرر کړے شوي وخت کښې وشي، مونږه يو وخت هم د حاضرۍ نه محرومه پاتې نشو، د دې ښه پوره کوشش کول پکار دي۔

علمائے کرام فرمائي: لکه څنګه چې د خوراک کولو يو وخت وي، که بے وخته خوراک وکړے شي نو بدن ته د طاقت ورکولو پۀ ځائے انسان ناروغه کوي، دغه شان د زړۀ (خوراک يعنې پۀ دۀ) باندې د معرفت د دروازو برسيره کيدو هم يو خاص وخت وي او 5 نـمونځونه چې کوم فرض دي، دا عين هم پۀ هٰغه وختونو کښې فرض دي، چې کله پۀ زړۀ باندې انوار او تجليات راوريږي۔ ځکه که جنګ وي او که امن، که سفر وي او که کور وي، پۀ هر حالت کښې د دې وختونو د خيال ساتلو، نـمونځونه هم پۀ دغه وختونو کښې د ادا کولو حکم شوے دے۔ ([1])

معلومه شوه چې د معرفت د دروازو برسيره کيدو وختونه مقرر دي، د دې نه علاوه به پۀ نورو وختونو کښې دغه دروازې نه برسيره کيږي، ځکه ضروري دي چې مونږه هر نـمونځ پۀ خپل مقرر کړے شوي وخت کښې دننه ادا کړو۔

ټول نـمونځونه پۀ يو وخت کښې ولې مقرر نکړے شول

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې پوښتنه وشوه: د 5 واړو نـمونځونو هم دا وختونه ولې مقرر کړے شول (دا خو هم کيدے شو چې پينځه واړه نـمونځونه هم پۀ يو وخت کښې کول او فارغيدو به، بيا به مو پۀ ارام سره نور کارونه کول)۔


 

 



[1]... تفسیر نَظْمُ الدُّرَر ، پارہ: 5، سورۃ النساء، زیر آیت: 103، جلد: 2، صفحہ: 310 خلاصۃً۔