Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

د 5 نـمونځونو ذِکر پۀ قرآنِ کریم کښې

بعضې خلق دا پوښتنه کوي چې آيا پۀ قرآنِ کريم کښې د پينځوو نـمونځونو او د دې د وختونو ذِکر موجود دے؟ دا پوښتنه يو ځل د سُلطانُ المُفَسِّرِين، حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِیَ اللهُ عَنْہُما نه هم شوې وه۔ چا عرض وکړو: آيا پۀ قرآنِ کريم کښې د پينځوو نـمونځونو وختونه بيان کړے شوي دي؟ اوئې فرمائيل: آؤ! د قرآنِ کريم پۀ دوو آيتونو کښې د پينځوو واړو نـمونځونو وختونه جمع کړے شوي دي۔ بيا هغوئي د 21 سيپارې، د سورۀ رُوم، آيت: 17 او 18 تِلاوت وفرمائيلو:

فَسُبْحٰنَ اللّٰہِ حِیْنَ تُمْسُوْنَ وَ حِیْنَ تُصْبِحُوْنَ (۱۷) وَ لَہُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ عَشِیًّا وَّ  حِیْنَ  تُظْہِرُوْنَ (۱۸)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د الله پاکي بيانوئ چې کله پۀ تاسو ماښام شي او چې کله سحر شي۔ او هُم هغۀ لره تعریف دے پۀ اسمانونو او زمکه کښې او هٰغه وخت چې کله د ورځې څۀ حِصَّه پاتې وي او چې کله پۀ تاسو غرمه [ماسپښين] شي۔

بيا حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما وفرمائيل: (پۀ دې آيت کښې د تسبيح نه مُراد نـمونځ دے او) * د ماښام د تسبيح نه مُراد د ماښام او د ماسخوتن نـمونځونه دي * د سحر د تسبيح نه مُراد د سحر نـمونځ دے * چې کله د ورځې څۀ حصه باقي وي، د هٰغه وخت د تسبيح نه مُراد د مازديګر نـمونځ دے او * د ماسپښين د تسبيح نه مُراد د ماسپښين نـمونځ دے۔ ([1])


 

 



[1]... تفسیر طبری ، پارہ: 21، سورۂ روم، زیر آیت: 17-18، جلد: 10، صفحہ: 174 ، رقم:27923۔