Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
برکتونه به مو نصيب شي * پۀ قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے کيږي * سُنَّت ښودلے کيږي * د تهجدو کولو سعادت نصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاؤيږي * د قافلې پۀ برکت د دعاګانو د قبليدو * د مشکلاتو د لرې کيدو * د بيمارو نه د شِفا ميلاؤيدو هم پۀ سوونو واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې شرکت کوونکو ته يـې ديدن ورکړے دے. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د حيدر آباد پۀ يوه محله کښې د علاقائي دورې د دعوت نه د متاثره کيدو سره يو ماډرن ځلمے جومات ته راغلو۔ پۀ بيان کښې پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو ترغيب ورکړے شو نو هغۀ پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو د پاره نوم وليکو۔ د قافلې پۀ روانيدو کښې لا يو څو ورځې پاتې وې چې هٰغه ځلمے وفات شو۔ پۀ کور والؤ کښې يو کَس هغۀ پۀ خوب کښې پۀ دې حالت کښې وليدو چې هغۀ پۀ يو شين باغ کښې ډير خوشحاله دے او پۀ ځانګو کښې ځانګي۔ خوب ليدونکي ترينه پوښتنه وکړه چې دلته څنګ راغلې؟ هٰغه ځلمي جواب ورکړو چې د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې سره راغلے يم، الله پاک ډير کَرم فرمائيلے دے، زما مور ته ووايه چې زما غم نه کوي، زۀ دلته ډير پۀ سکون کښې يم۔
لوٹنے رحمتیں قافلے میں چلو سیکھنے سنتیں قافلے میں چلو
پاؤگے بخششیں قافلے میں چلو جنّتیں بھی ملیں، قافلے میں چلو