Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
قرآنِ پاک يو ختم کولو، داسې که به رَمَضَانُ المُبَارَک شريف د 30 ورځو وه نو امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ يوه مياشت کښې 41 ځل د قرآنِ پاک پۀ ختم کولو کښې کاميابيدلو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته هم پۀ نـمونځونو او تلاوت کښې داسې ذوق او شوق راعطا کړي۔ اوس لا د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف يوه يا دوه ورځې پاتې دي، چې څومره درنه کيدے شي نو تلاوت وکړئ! نـمونځونه وکړئ! پۀ کثرت سره نفلونه وکړئ! او امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يـې ايصال ثواب هم کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دُنيا او د اخرت خيرونه به مو نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
ليـلةُ الـجائِزه (د اختر پۀ شپه) کښې د عبادت ترغيب
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! آه۔۔۔!! د روژې مياشت زمونږ نه جُدا کيږي، د ذِيشان مياشت مونږه پريږدي، د دې مبارکې مياشت هر سعت د رحمت نه ډک دے، الله پاک که يو خوا مونږ ته د ليـلةُ الـقدر پۀ شان عظيمه شپه عطا کړې ده نو بل خوا يـې د دې مبارکې مياشت نه فوراً پس ليـلةُ الـجائِزه يعنې د انعام شپه هم عطا کړې ده * پۀ دې شپه باندې الله پاک خپل رحمتونه نازلوي * دا د بخښنې شپه ده * دا شپه د خپل رَبّ د عبادت کولو شپه ده چې کوم بنده پۀ دې شپه باندې د الله پاک عبادت کوي الله پاک د هغۀ د پاره جنَّت واجب کوي۔ ([2]) * کوم بنده چې دا شپه د الله پاک پۀ عبادت کښې تيره کړي الله پاک به د هغۀ زړۀ نۀ مړ کوي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د عيدين (يعنې د وړوکي اختر او د غټ اختر) پۀ شپه د ثواب د طلب د پاره قيام وکړو (يعنې د نفل نمونځ کولو اهتمام يـې وکړو) ، پۀ هٰغه ورځ به د هغۀ زړۀ نۀ مړ کيږي، پۀ کومه ورځ چې به (د خلقو) زړونه مړه کيږي۔ ([3]) * ټولو عاشقانِ رسول خاص طور