Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
شريف قدر کوونکو د بخښنې برکتونه حاصل کړل * بيا ډيره زر د مغفرت عشره هم رُخصت شوه * د دې سره د دوزخ نه د ازادۍ عشره راغله * ګڼ شمير اعتکاف کوونکي د جوماتونو طرف ته روان شول * د اعتکاف رش شروع شو * آه! اوس د روژې د مياشتي دا اخرۍ عشره هم د ختميدو طرف ته روانه ده، آه! ډير آه! بس هُم يو څو ورځې پس به د روژې مياشت زمونږ نه رخصت شي۔
آہ! رمضان اب جا رہا ہے ہائے تڑپا کے رمضاں چلا ہے
ٹکڑے ٹکڑے مرا دِل ہوا ہے ہائے تڑپا کے رمضاں چلا ہے
جلد رخصت کا وقت آ گیا ہے ہائے تڑپا کے رمضاں چلا ہے
سب کو روتا ہوا چھوڑتا ہے ہائے تڑپا کے رمضاں چلا ہے([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اوس لا د روژې د مياشتي يو څو ورځې پاتې دي، مونږ له پکار دي چې دا غنيمت وګڼو، د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير ښکلے فرمان دے چې بَقیَّۃُ عُمْرِ الرَّجُلِ لَا ثَمَنَ لَہٗ يعنې د انسان چې کوم باقي ژوند دے، هغه بے بها دے۔ ([2])
واقعي ده چې دا حقيقت دے، کوم سعتونه چې تير شول، هغه خو هسې هم تير شول، بيا چرته هم واپس نۀ راځي، کوم سعتونه چې پاتې دي، دا بے بها دي، مونږ له پکار دي چې د دې نه فائده حاصله کړو، د رَمَضَانُ المُبَارَک راتلونکې مياشت به مونږه وينو او که نۀ، د دې مونږ ته پته نشته، ځکه چې دا کومې يو څو ورځې پاتې دي، پۀ دې کښې ښه د زړۀ د اِخلاصه نيکۍ وکړئ، اوس يو يو منټ قيمتي دے، د يو سعت د ضائع کولو نه بغير د زياتو نه زيات