Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
اَلوَداع اَلوَداع د روژې مياشتې۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو څو ورځې مخکښې خبره ده، عاشقانِ رسول انتظار کولو چې رَمَضَانُ المُبَارَک شريف راتلونکې ده * د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف تياري کيدله * خپل وخت پۀ نيکو کښې تيروونکو خوش قِسمتو عاشقانِ رمضان خپل شيډول جوړولو چې رَمَضَانُ المُبَارَک شريف به څنګه تيروو؟ د دې د پاره د مخکښې نه هدفونه مقرر کيدل * د عاشقانِ رمضان زړونه ناقلاره وو * بيا د الله پاک پۀ کرم سره، د هغۀ پۀ فضل سره يوه ورځ راغله * رُوح تازه کوونکے اواز پۀ غوږونو ولګيدو: مبارک شئ۔۔۔!! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت وليدلے شوه * پۀ دې اِعلان اوريدو زړونه د خوشحالۍ نه پۀ هوا شول * پۀ جوماتونو کښې سپرلے راغلو * د تلاوت سره شوق لرونکي د قرآنِ پاک پۀ تلاوت کښې مصروف شول * پۀ پيشمني او روژه ماتي کښې رش جوړ شو * د سترګو پۀ رَپ کښې د رحمت عشرې خپل برکتونه نازل کړل او تشريف يـې يوړلو * بيا د مغفرت عشره شروع شوه * خوش قِسمتو ته د رَبِّ رحمان او رحيم د بارګاه نه د بخښنې خيرات ميلاؤ شو * د رَمَضَانُ المُبَارَک