Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
کړو۔ چې کله به د نـمونځ وخت شو نو بانګي به بانګ کولو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! لکه چې د دُنيا د ټولو نه وړومبے الارم بانګي دے او دا د څۀ د پاره راغلو د پاره د دې چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د نـمونځونو د وختونو نه خبر ساتي۔
حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوا کښې يو بانګي بانګ وکړو نو يو کَس ووئيل: اے الله! پۀ دۀ لعنت کړې۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: پۀ دۀ لعنت مۀ وايه او ردې بدې مۀ وايه، بے شکه دا د نـمونځ د پاره رابلي۔ ([2])
حضرت علامه کمالُ الدِّين دَميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بانګي د نـمونځ د پاره رابلي۔ د دې معنیٰ دا نۀ ده چې کله هغۀ بانګ کوي دا وګڼلے شي چې د نـمونځ وخت شوے دے بلکې د بانګي پۀ فطرت کښې دا خبره هم ده چې هغۀ د سحر کيدو پۀ وخت بيا بيا اواز (يعنې بانګ) کوي د کوم پۀ وجه چې خلق د نـمونځ د پاره راپاڅي، او داسې بانګي د نـمونځ د پاره د خلقو د راپاڅولو يوه ذريعه ده، دۀ ته پۀ مُرادي طور باندې دُعَاءُ الدِّیْکِ اِلَی الصَّلٰوۃِ (يعنې بانګي د نـمونځ د پاره رابلي) وئيلے شوي دي۔ بهر حال د سحر د وخت پۀ تعلق سره د دۀ پۀ اذان يعنې پۀ بانګ دې اعتماد هيڅکله نۀ کيږي ځکه چې د اکثرو تجربو نه دا خبره ثابته شوې ده چې د انسانانو د ښپو اواز او ګرځيدو پۀ اوريدو د صبح صادق نه مخکښې هم بانګيان بانګونه شروع کوي۔ ([3])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ وړومبي شوّال شريف (يعنې د اختر پۀ ورځ) د عالَمِ اِسلام