Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

د عظيم شخصيت، د ډير لوئي عالِمِ دِين، مُحَدِّث، نيک، عبادت ګزاره، وَلِيِّ کامِل حضرت اِمام محمد بن اسماعيل بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې خلق د اِمامِ بُخاري پۀ نوم باندې پيژني، د هغوئي عرسِ پاک وي۔ اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ديارلسم شوّال شريف کال 194 هجرۍ پۀ بُخارا شريف کښې پيدا شو ([1]) او پۀ وړومبي شوّال شريف د 62 کالو پۀ عمر کښې پۀ کال 256 هجرۍ کښې يـې د دې فاني دُنيا نه رحلت وفرمائيلو۔ ([2]) د هغوئي مزار مبارک د سمر قند سره نزدې پۀ خَرتَنک نومې کلي کښي دے۔ ([3]) امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټول عمر د عِلمِ حديث ښه ډير خدمت وکړو، امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عبادت کوونکے، زاهد، او متقي وو، د امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات کيدو نه پس تر ډيرې مودې پورې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر مبارک نه د مشکو نه هم زياته ښه خوشبوئي راتلله۔ ([4])

د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تلاوت شوق

يوه ورځ امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نـمونځ کولو، پۀ هٰغه وخت د شاتو مچۍ هغوئي 17 ځايه وچيچلو، د نـمونځ د پوره کولو نه پس امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: لږ وګورئ چې څۀ څيز دے کوم چې پۀ نـمونځ کښې ما ته تکليف رارسولو؟ شاګردانو چې يـې وکتل نو هغوئي ملا مبارکه 17 ځايه پړسيدلې وه۔ امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شاتو د مچۍ د 17 ځايه چيچلو باوجود د نـمونځ نۀ ماتولو پۀ باره کښې وفرمائيل: ما د يو آيت تلاوت کولو او زما دا خواهش وو چې زۀ دا آيت پوره کړم۔

د امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول وو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک شريف کښې يو ځل پۀ تراويح کښې د قرآنِ پاک ختم کولو، بيا به يـې د تهجدو پۀ نـمونځ کښې پۀ دريو شپو کښې يو ځل د قرآنِ پاک ختم کولو او د پيشمني نه تر د روژه ماتې پورې به يـې هره ورځ د


 

 



[1]... ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:49۔

[2]... ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:179۔

[3]... ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:177۔

[4]... ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:178۔