Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

نیکی سے روکتی ہیں بری عادتیں ہمیں                                                اور جو گناہ سے روکے وہ عادت نماز ہے

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                       صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

نـمونځ پۀ چا باندې فرض دے؟

اے د نـمونځ  خوش قِسمتو عاشقانو! نـمونځ زمونږه د ګنهګارانو د پاره ډير لوئي نعمت دے * اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پينځه واړه نـمونځونه د الله پاک هٰغه لوئي نعمت دے چې هغۀ پۀ خپل عظيم کرم سره مونږ ته عطا کړل زمونږ نه مخکښې بَل يو اُمت ته هم ميلاؤ نه شو ([1]) * ياد ساتئ چې پۀ هر مسلمان عاقل بالغ نارينه او زنانه باندې هره ورځ 5 نـمونځونه فرض دي۔ د دې د فرض کيدو نه اِنکار کُفر دے۔ څوک چې قصداً عمداً يو نـمونځ قضا کړي هغۀ فاسِق سخت ګنهګار او د وور د عذاب حق دار دے۔ ([2])  

جنت اے بے نَمازیو! کس طرح پاؤ گے؟                              ناراض رب ہوا تو جہنم میں جاؤ  گے

د نـمونځ مختصر فضيلتونه

د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے: فيضانِ نماز۔ پۀ دې کښې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مختلفو حديثونو او روايتونو مطابق د نـمونځ فضيلتونه بيان کړي دي او ليکلي يـې دي چې * د الله پاک د خوشحالۍ سبب نـمونځ دے * د مکي مدني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    د سترګو يخ والے نـمونځ دے * د انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام  سُنَّت نـمونځ دے * نـمونځ د تيارۀ قبر شمع ده * نـمونځ د قبر د عذاب نه بچ کوي  * نـمونځ د قيامت پۀ غرمو کښې سورے دے * نـمونځ د پل صراط د پاره اساني ده                 * نـمونځ نُور دے * نـمونځ د جَنت کُنجي [يعنې چابي] ده  * نـمونځ د دوزخ د عذاب نه بچ کوي * د نـمونځ سره رحمت نازليږي * الله پاک به د قيامت پۀ ورځ د نـمونځ کوونکي


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ ، جلد:5 ، صفحہ:43۔

[2]... فیضانِ نماز، صفحہ:8۔