Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

نـمونځونه ټول کال، راځئ! چې پۀ شريکه د دې اراده وکړو ” ټول نـمونځونه ټول کال “

ہر عبادت سے برتر عبادت نماز                                                                     ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نماز

یا خُدا تجھ سے عطار  کی ہے دُعا!                                                                               مصطفےٰ کی پڑھے ساری اُمّت  نماز

يا الله پاکه! مونږ له د پينځه واړه نـمونځونو د جَمعې سره د ادا کولو توفيق راعطا کړې۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    

ګناهونه د پاڼو پۀ شان رژيږي

حضرت ابو عثمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زۀ د صحابئ رسول حضرت سلمان فارسي        رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره د يوې وَنې لاندې ولاړ ووم۔ حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغې وَنې يوه وَچه څانګه ونيوله او هغه يـې وخوزوله۔ څانګه وَچه وه، پاڼې يـې هم وَچې وې، نو د خوزولو سره د هغې پاڼې ورژيدلې۔ هغوئي وفرمائيل: اے ابو عثمان! آيا زما نه پوښتنه نۀ کوې چې ما داسې ولې وکړل؟ ما عرض وکړو: ارشاد وفرمايئ چې تاسو داسې ولې وکړل؟ اوئې فرمائيل: يو ځل زۀ د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم      سره د يوې وَنې لاندې ولاړ ووم، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    هم داسې وکړل، د هٰغه وَنې يوه وَچه څانګه يـې ونيوله او اوئې خوزوله، تر دې پورې چې د هغې پاڼې ورژيدلې، بيا يـې وفرمائيل: اے سلمانه! آيا زما نه پوښتنه نۀ کوې چې ما داسې ولې وکړل؟ ما عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    ! ارشاد وفرمايئ چې تاسو داسې ولې وکړل؟ اوئې فرمائيل: بے شکه چې کله مسلمان پۀ ښه طريقه اودس وکړي او پينځه نـمونځونه ادا کړي نو د هغۀ ګناهونه داسې رژيږي لکه څنګه چې دا پاڼې ورژيدلې۔ ([1])

میرے نبی کی آنکھوں کی راحت نماز ہے                            کوثر ہے، دل کا چین ہے جنت نماز ہے

کرتے رہو وضو تو یہ جھڑتے رہیں گناہ                                                  پاکیزگیِ جاں کی علامت نماز ہے


 

 



[1]...   مسند  احمد، جلد:9، صفحہ:611، حدیث:24350۔