Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
شان صحيح شول او دا سلسله به هم دغه شان روانه وه نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه وکړه: اے جبرائيله! دا څوک دي؟ عرض يـې وکړو: دا هٰغه خلق دي د کومو سرونه چې به پۀ نـمونځ کولو درَنيدل (يعنې فرض نـمونځونه به يـې) پريښودل۔ ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ سَړه سينه لږ نه ښه ډير سوچ وکړئ! غور وکړئ چې نن سر معمولي شان زخمي شي نو بنده درديږي بلکې زخمي کيدل خو غټه خبره ده چې پۀ سر باندې درد راشي نو خوب وتښتي، ژوند بے مزې ښکاري۔ بيا سوچ وکړئ چې د نـمونځونو د قضا کولو پۀ شکل کښې که زمونږه زمونږه نازک سر فرښتو پۀ کاڼي چقول شروع کړل نو د زمونږ به څۀ کيږي! کاش! کاش! کاش! چې ټول مسلمانان پاخه نـمونځ ګزاره جوړ شي۔
توفیق دے الٰہی مجھے تو نماز کی صدقے میں مصطَفٰے کے بنے خو نماز کی
د مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے: اللہ پاک په ټوله ورځ [او شپه] کښې پينځه نمونځونه فرض کړي دي، څوک چې هُم دا ادا کړي او ناحقه دا ضائع نه کړي نو د الله پاک سره د هغه وعده ده چې الله پاک به هغه جَنَّت ته داخلوي. ([2])
د نـمونځونو د وختونو خيال وساتئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نـمونځونو د وختونو خيال ساتل فرض دي، ځکه پکار دي چې د نـمونځونو د وختونو خيال وساتلے شي۔ حضرت ابو دَردا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دوستانو ته وفرمائيل: که تاسو غواړئ نو زۀ به ضرور قَسم وخورم، بيا يـې وفرمائيل: پۀ الله مې دې قَسم وي! د کوم نه علاوه چې څوک هم د عبادت لائق نشته، بے شکه د الله پاک پۀ بارګاه کښې د ټولو بندګانو نه زيات عظمت والا هٰغه خلق دي څوک چې د شپې او ورځې د نمر او سپوږمۍ