Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
برکتونه حاصل کړئ۔ اوس لا زما سره يوه طاق شپه يعنې چې کومه شپه به راځي، نهه ويشتمه شپه باقي ده * بيا د دې نه پس ليـلةُ الـجائِزه (يعنې د اختر شپه) هم راتلونکې ده * هٰغه عظيمه شپه چې د ټولې روژې پۀ مياشت کښې چې څومره خلق بخښلے کيږي د هغې د شريکې شميرې برابر خلق پۀ دې شپه کښې بخښلے کيږي۔ ([1]) يعنې زمونږه د پاره ډيرې موقعې دي، بس چې زمونږ يـې قدر نصيب شي۔ چې مونږ د دې بيش بها سعتونو نه پۀ صحيح معنو کښې پۀ فائدې اخستو کښې کامياب شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دُنيا دستور دے چې کله څوک خوږ زمونږ نه جُدا کيږي نو د هغۀ څۀ نخښه د ځان سره محفوظ ساتو۔ اوس زمونږه ډيره خوږه، ډير محبوبه مياشت، د رَبّ ميلمنه مياشت رمضان جدا کيږي، مونږ له پکار دي چې مونږه د دې څۀ يادګار د ځان سره محفوظ وساتو۔
د رمضان شريف نخښه څۀ ده؟ 5 وخته جومات ته حاضري۔۔۔!! هسې خو ظاهره خبره ده چې نـمونځ صرف پۀ روژه کښې نۀ بلکې هُم ټول کال فرض دے خو دلته ډير خطرناک حالات دي، د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف د تشريف راوړلو سره هم جوماتونه ښه اباد شي خو چې څنګه رَمَضَانُ المُبَارَک شريف رخصت شي، د اختر د شپې د ماسخوتن پۀ نـمونځ هم جوماتونه خالي خالي پۀ نظر راځي۔ خواست دے چې د روژې د نخښې پۀ طور مونږه نـمونځ د هميشه هميشه د پاره خپل کړو، د روژې د مياشتې د عزت پۀ نيت، د دې ميلمنې د نخښې پۀ طور مونږه پاخه نـمونځ ګزاره شو، هره ورځ نـمونځونه کوو، پينځه واړه نـمونځونه ادا کوو بلکې پۀ جومات کښې د جماعتِ اولیٰ سره د ادا کولو عادت اختيار کړو۔ کاش! ډير زيات کاش چې د مسلمانانو بچے بچے پوخ نـمونځ ګزاره جوړ شي۔ اے کاش! چې زمونږه دا ذهن جوړ شي چې ټول