Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
د 5 نـمونځونو بيل بيل فضيلتونه
حضرت کعبُ الاحبار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما پۀ تورَيت شريف کښې پۀ يو ځائے کښې ولوستل (الله پاک فرمائي): * اے موسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام )! د سحر دوه رکعتونه به احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمَّت ادا کوي، څوک چې دا کوي د هٰغې ورځې او شپې ټول ګناهوه به يـې اوبخښم او هغۀ به زما پۀ ذمه وي * اے موسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام )! د ماسپښين 4 رکعتونه به احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمَّت ادا کوي هغوئي به د وړومبي رکعت پۀ بدل کښې اوبخښم او د دويم پۀ بدل کښې به د هغوئي (د نيکو) چابړے دروند کړم او د دريم د پاره به فرښتے مقررې کړم چې تسبيح (يعنې د الله پاک پاکي بيان) کړي او د هغوئي د پاره د بخښنې دعاګانې کوي او د څلورم پۀ بدل کښې به د هغوئي د پاره د اسمان دروازې برسيره کووم، د غټو غټو سترګو والا حورې به د شوق نه پۀ ډکو سترګو نظر اچوي * اے موسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام )! د مازديګر څلور رکعتونه به احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمَّت ادا کوي نو پۀ اووه واړو اسمانونو او زمکه کښې به هيڅ داسې فرښته نۀ پاتې کيږي، هُم ټولې به د هغوئي بخښنه غواړي او فرښتے چې د چا بخښنه وغواړي زۀ به هيڅکله هم هغۀ له عذاب ورنکړم * اے موسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام )! د ماښام درې رکعتونه دي، دا به احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمَّت ادا کوي (نو) د اسمان ټولې دروازې به د هغوئي د پاره برسيره کووم، د کوم حاجت سوال چې کوي هُم هغه به ورله پوره کووم * اے موسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام )! د شفق د پريوتو پۀ وخت يعنې د ماسخوتن څلور رکعتونه دي، احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمَّت به دا ادا کوي، هغه د دُنيا او د هغې د هر څيز نه د هغوئي د پاره بهتر دي، هغه به هغوئي د ګناهونو نه داسې اوباسي لکه څنګه چې د مور د خِيټو نه پيدا شول * اے موسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام )! احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمَّت چې اودس کوي لکه څنګه چې زما حکم دے، زۀ به هغوئي ته د اوبو د پريوتي هر يو څاڅکي پۀ بدل کښې د زمکې او د اسمان د پلن والي برابر جنَّت عطا کووم * اے موسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام )!