Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain

اعتکاف کوونکو ته پکار دي چې دا شپه پۀ جوماتونو کښې د الله پاک پۀ عبادت کښې تيره کړي چې حضرت ابراهيم نَخَعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به د اعِتکاف کوونکو د پاره دا خبره خوښوله چې د وړوکي اختر شپه هم پۀ جومات کښې تيره کړي۔ ([1])

د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژو ترغيب

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف نه پس شوال شريف راتلونکے دے. خوش قِسمته مسلمانان پۀ دې مياشت کښې د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژو نيولو سعادت حاصلوي. راځئ چې د دې روژو فضائل واورو  چې د دې روژو د نيولو او د دې د برکتونو نه د فيض حاصلولو ذهن مو جوړ شي، نو * پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يـې 6 ورځې پۀ شوال کښې روژې ونيولې نو د ګناهونو نه داسې ووتلو لکه چې هم نن د مور د خِيټې نه پيدا شوے وي. ([2]) * چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يـې د هغې نه پس پۀ شوال کښې 6 روژې ونيولې. نو داسې ده چې لکه ټول عمر يـې روژې ونيولې. ([3]) * خَليلِ مِلَّت مفتي محمد خليل خان برکاتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا روژې که د اختر نه پس پرله پسې ونيولے شي نو بيا پکښې هم څۀ باک نشته او بهتره دا ده چې پۀ هره هفته کښې دوه روژې او د اختر پۀ دويمه ورځ يوه روژه ونيسي او که پۀ ټوله مياشت کښې يـې ونيسي نو نور هم مناسب معلوميږي. ([4])

د عطياتو ترغيب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ستاسو خپل دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي، دا وخت د اتياؤ [80] نه پۀ زياتو شعبو کښې د دِين خدمت کوي * پۀ زرګونو مدرسې او جامعات جوړ کړے


 

 



[1]... فیضان رمضان، صفحہ:279، 280۔

[2]... مجمع الزوائد، کتاب الصیام، باب فیمن صام  ...الخ، جلد:3، صفحہ:322،  حدیث:5102۔

[3]... مسلِم، کتاب الصیام، باب استحباب صوم...الخ، صفحہ:424،  حدیث: 1164۔

[4]... سنی بہشتی زیور ، صفحہ:347۔