Book Name:Namazon Ke Auqat Aur Un Ki Hikmatain
مفتي صاحب چې د دې کوم جواب ورکړو، هغه د ځينې خپلو الفاظو سره تاسو ته وړاندې کووم، هغوئي وفرمائيل: د نـمونځونو پۀ بيلو بيلو وختونو مقرر کولو کښې حکمت دا دے چې دغه شان د مؤمِن هر حالت د الله پاک د ذِکر نه شروع شي، پۀ 24 ګينټو کښې د انسان پينځه حالتونه دي * د سحر پۀ وخت ورځ شروع کيږي، لکه چې نوے ژوند ميلاؤ شو، ځکه حکم وشو چې وړومبے د ورځې پۀ شروع کيدو، پۀ نوي ژوند نصيب کيدو باندې د الله پاک شُکر ادا کړئ! ورځ د الله پاک د ذِکر نه شروع کړئ! چې شروع ښه وي نو اُميد دے چې انتها به يـې هم ښه وي * بيا انسان پۀ کار روزګار کښې مصروف شي، ماسپښين د ورځې دويمه حصه شروع کيږي، ځکه حکم وشو چې د کار روزګار نه لږه شان دمه وکړئ! د ماسپښين نـمونځ ادا کړئ! مخکښې چې کومه ورځ تيره شوه د هغې شُکر به ادا شي او د ورځې دويمه حصه به هم د الله پاک د ذِکر نه شروع شي * د مازديګر پۀ وخت ورځ ختميدو ته ورنزدې کيږي، هٰغه وخت تجارت او کار روزګار کوونکي د خپلو کارونو د راغونډولو تياري شروع کړي او دغه وخت تجارت ته د ښې ډيرې ودې ورکولو وخت وي، خلق د کار روزګار نه فارغ شي او د ضرورت سامان اخلي، ځکه حکم وشو چې د مازديګر نـمونځ وکړئ او د ټولې ورځې د تجارت او د کار روزګار شُکر هم ادا کړئ! او ورځ پۀ ښه طريقه ختمه کړئ * د نمر پۀ پريوتو ورځ ختمه شوه، شپه شروع شوه، ځکه د ټولې ورځې د شُکر ادا کولو او د شپې د ښه شروع کولو د پاره د نـمونځ حکم وشو * بيا شپه ښه خوره شوه، اوس د اوده کيدو وخت دے، خوب کوم چې يو قِسم له مرګ دے، دا شروع کيږي، ځکه حکم وشو چې د ماسخوتن نـمونځ وکړئ او اوده شئ! چې کيدے شي دا اخري خوب وي، که داسې وشول نو ژوند به مو پۀ ښه طريقه ختم شي، که دا اخري خوب نشو نو شپه به مو ښه تيره شي، سحر به مو تازه پاڅيدل نصيب شي۔ ([1])