Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

يو څو وي خو ګناهونه رواج جوړول يا د دې سبب جوړيدل، د ګناه يا د ګناه موقعې ايجاد کول عام موندلے کيږي * چې پلار پۀ کور کښې سندرې اوري نو آيا د هغۀ اولاد به سندرې نۀ اوري؟ * پلار ورته پۀ کور کښې د ګناهونو نه ډکې چينلې لګولې وي * د انټر نيټ د استعمالولو يـې ورته پوره ازادي ورکړې وي، پخپله هم انټرنيټ غلط استعمالوي او اولاد له هم موقعې ورکوي، آيا دا د ګناهونو نه د رواج جوړولو صورتونه نۀ دي؟ * هم داسې ښکاره ګناه کول او هغې له د فيشن نوم ورکول، څوک چې دغه ګناه نۀ کوي، هغۀ له پيغورونه ورکول، پۀ هغۀ پورې ټوقې کول * د دوستانو پۀ مخکښې ګناه کول او هغوئي له د دې عملي ترغيب ورکول، پريږده مړه اوس د نيکۍ زمانه نۀ ده! * د دروغو نه بغير اوس ګزاره نۀ کيږي * چې د سود لين دين نۀ کوو نو آيا د لوږې نه ځان مړ کړو؟ * د بره نه تر ښکته پورې پۀ هر ځائے کښې سود دے، مونږه د دې نه څنګه بچ کيدے شو؟ * نن سبا پۀ دوکه کار چليږي، چې دومره رښتونے جوړ شې نو رزق به د کوم ځائے نۀ ګټې وغيره وغيره جملې دلته وئيلے کيږي، پۀ داسې قِسمه جملو وئيلو باندې خلق پۀ ګناهونو باندې راپارولے کيږي، دا هم د ګناهونو نه د رواج جوړولو يو شکل دے * داسې د ټي وي چينل، يوټيوب، فيس بُک، سوشل ميډيا وغيره پۀ ذريعه باندې ګناهونه مشهورول، د دې ترغيب ورکول، بے پردګي، پيغورونه ورکول، ټوقې ټقالې کول، سندرې سازونه وغيره د ماډرن زمانې ضرورت ګرځول وغيره دا ټول د ګناهونو نه د رواج جوړولو صورتونه دي کوم چې زمونږه پۀ معاشره کښې عام دي۔

د دې زمکې د فساد نه بچ کول او د امن کور جوړولو د پاره مونږ له څۀ کول پکار دي، دې د پاره يو څو خبرې عرض کووم:

(1): د ښکاره ګناهونو نه ځان ساتئ...!!

  د زمکې نه د امن او د سکون د کور جوړولو د پاره د ټولو نه وړومبۍ نسخه دا ده چې مونږه ټول د ښکاره ګناهونو نه هميشه ځان وساتو۔