Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
ګناه که پټه وي او که پۀ ښکاره وي، ګناه اخر هم ګناه ده، البته پۀ ښکاره ګناه کولو کښې يو سپيرۀ والے دا دے چې پۀ دې سره نورو خلقو ته د ګناه کولو ترغيب ميلاؤيږي، داسې نور خلق هم دې ته ګوري او پۀ ګناه کښې اخته کيږي او معاشره پرې تباه او برباديږي۔ ځکه پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې مونږه پۀ پټه هم هيڅکله هم ګناه نۀ کوو چې د چا نافرماني پۀ پټه باندې کوو، هٰغه رَبِّ کريم خو مو ويني۔ د دې سره سره د ښکاره ګناه نه هم خاص طور ځان بچ ساتو چې ښکاره ګناه صرف ګناه نۀ ده بلکې پۀ زمکه کښې فساد هم دے۔
نافرماني د افتونو او د بلاګانو سبب دے
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې اِرشاد فرمائي:
ظَہَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِمَا کَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَہُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّہُمْ یَرْجِعُوْنَ (۴۱)
(پارہ:21، سورۀ رُوْم:41)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ وچه او لـمده کښې فساد ښکاره شو د هٰغه بدو [کارونو] پۀ وجه کوم چې د خلقو لاسونو وکړل چې الله هغوئي ته د هغوئي د بعضو کارونو خوند ور اوڅَکي د پاره د دې چې هغوئي را وګرځي۔
اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې د الله پاک د نافرمانۍ او د ګناهونو پۀ وجه پۀ زمکه کښې فساد خوريږي، قحط راځي، بارانونه نۀ کيږي، فصلونه تباه او برباديږي، وباګانې خوريږي او پته نۀ لګي چې څنګه څنګه فسادونه پۀ زمکه کښې ظاهريږي۔
حضرت مُجَاهِد رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: چې کله ډير قحط راشي، بارانونه نۀ کيږي نو ځناور پۀ نافرمانه خلقو باندې لعنت وائي او وائي: دا سوکړه د انسان د ګناهونو پۀ وجه ده۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ چې د دې نه به زيات ذِلت نور څۀ وي چې انسان اشرفُ المخلوقات دے خو چې کله دا ګناه کوي، د دوئي نافرمانۍ د حد نه