Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

د بني اسرائيلو يو خراب صفت

د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ بني اسرائيلو کښې چې کوم وړومبے نقصان راغلو، هغه دا وو چې يو کس به د بَل سره ميلاؤ شو او هغۀ به يـې پۀ څۀ ګناه وليدلو نو هغۀ به يـې د ګناه نه منع کړو، پۀ بله ورځ باندې به يـې بيا هغۀ پۀ ګناه باندې وليدلو نو هغۀ به يـې د خپلو تعلقاتو، خوراک څښاک او تګ راتګ پۀ وجه نۀ منع کولو، کله چې (عام طور) هغوئي داسې وکړل نو الله پاک د هغوئي زړونه د يو بل سره ګډ وډ کړل (يعنې د نافرمانو د سپيرۀ والي سره د فرمانبردارانو زړونه هم هٰغه شان شول)۔ ([1])

اَلاَمَان وَالحَفِيظ! غور وکړئ چې کله مونږه ګناه هډو ګناه نۀ ګڼو، د هغې نۀ نفرت او بيزاري هم نۀ لرو نو د هغې نه به منع څنګه کوو؟ چې کله مونږه د ګناه نه منع کول نۀکوو نو نتيجةً به هٰغه ګناه خوريږي، اخر به يو وخت راشي چې هٰغه ګناه به  ښه ګڼلے شي۔ داسې به پۀ معاشره کښې ګناه عامه شي او معاشره به تباه او برباده شي۔

فسادونه څنګه شروع شول۔۔۔؟

پۀ زمکه کښې فسادونه هم داسې شروع شوي وو، قابيل کوم چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام زوي حضرت هابيل رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه شهيد کړے وو، وروستو هغۀ ډير خراب کارونه وکړل، هغۀ د شرک او کُفر لاره هم اختيار کړه، د هغۀ پۀ اولاد کښې زِنا، شراب او فتنه او فساد هم خور شو۔ چې کله حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د قابيل او د هغۀ د اولاد داسې خراب حالت وليدلو نو هغوئي حضرت شِيث عَلَیْهِ السَّلَام ته وَصِيِّت وکړو چې د قابيل او د هغۀ د اولاد نه دې مکمل بائيکاټ وکړے شي، د هغوئي سره دې نکاح وغيره رشته دارۍ هم نۀ کيږي۔ حضرت شِيث عَلَیْهِ السَّلَام پۀ دې نصيحت باندې پوره پوره عمل وکړو، بيا تر ډيرې مودې پورې د هغوئي اولاد هم پۀ دې باندې عمل کولو، د ايمان والؤ د قابيل او د هغۀ د اولاد سره هيڅ


 

 



[1]... ابو داؤد ، کتاب الملاحم، باب الامر و النہی ، صفحہ:681، حدیث:4336۔