Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
اختياراتو پۀ خپل ځان باندې د الله پاک د ښودلے شوو طريقو مطابق پۀ حکمت عملۍ سره او پۀ نورو باندې هم د الله پاک د احکامو د نافذولو چې کوم منصب دے، هغې ته خلافت وئيلے شي۔ پۀ ساده الفاظو کښې که ووايم نو د دې مطلب دے: ما ته د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
دا زمونږه د ټولو نه بنيادي منصب او د ټولو نه اهم ترينه ذمه واري ده، که مونږه ډاکټر جوړ شو او که جوړ نۀ شو، مالداره جوړ شو او که جوړ نۀ شو، سيټھ جوړ شو او که جوړ نۀ شو، غرض دا چې مونږه هر څۀ هم يو، د خپل دې اصلي او بنيادي منصب سره وفا کول، د دې ذمه وارۍ پوره کول پۀ مونږ ټولو باندې لازم او ضروري دي۔ ځکه پۀ مونږ کښې پۀ هر يو باندې لازم دي چې مونږه پۀ خپل ذات باندې، پۀ خپل کور والؤ باندې، پۀ خپله کوڅه محله کښې، پۀ خپلو دوستانو او خپلوانو کښې د دِينِ اِسلام تعليمات نافذ کړو، پۀ مينه محبت سره د نيکۍ دعوت ورکړو، د خپل عمل پۀ ذريعه چې څومره زمونږه حد دے، تر هٰغه ځائے پورې پۀ زمکه باندې د امن او سکون، د اِصلاح او د هدايت د قائمولو کوشش وکړو۔
پۀ زمکه کښې فساد مۀ خوروئ۔۔۔!!
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
لَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ ۙ
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:11)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ زمکه کښې فساد مۀ کوئ۔
الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، که مونږه خپله خپله ذمه واري وګڼو او د خپل اختيار دننه که پۀ زمکه باندې د امن او د سکون قائمولو کوشش وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه ټوله معاشره به مثالي معاشره جوړه شي۔
عام طور ټول خلق قتل وغارت، لوټ مار او غلا نۀ کوي، داسې ظالِمان خلق پۀ زرو کښې