Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
جوړوي * چاله چي د نيکۍ دعوت چې ورکړے شي نو نزدې وي چې ټوله کورنۍبه د نيکۍ دعوت قبول کړي، خو دغه وخت کښي چرته څوک فسادي د دوئي غوږونه ډک کړي او ټول خاندان د نيکۍ نه لرې شي۔ دا چې کوم فساديان خلق وي نو دوئي ډير خطرناک وي۔ مونږ له پکار دي چې د داسې فسادي جوړيدو نه هميشه ځان وساتو۔ زمونږه پۀ طبيعت کښې اِصلاح او رښتنولي پکار ده، فساد زمونږه پۀ طبيعت کښې پۀ يو صورت کښې هم نۀ دے پکار۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ کَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۫ اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ کَالْفُجَّارِ (۲۸)
(پارہ:23، سورۀ ص:28)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا مونږ به ايمان والا او ښه اعمال کوونکي پۀ زمکه کښې د فساد کوونکو پۀ شان کړو؟ يا به مونږه پرهيزګاران د ګنهګارو پۀ شان کړو؟
د دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې يو طرف ته دي د نيک اعمال کولو والا د نيک طبيعت خلق او بل طرف ته دي فساديان خلق، د نيک طبيعت بنده تقویٰ دار او د الله پاک نه ويريدلو والا وي او د فسادي طبيعت والا بنده فُجّار يعنې ګهنګار وي۔ مونږ له پکار دي چې هميشه د نيک طبيعت والا جوړيدو کوشش وکړو، د فسادي طبيعت والا هيڅکله هم جوړ نشو۔([1])
حضرت سعيد بن جُبَير رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: يو ځل بني اسرائيلو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته عرض وکړو: چې الله پاک مخلوق پيدا کړے دے نو بيا به دوئي له عذاب ولې ورکوي؟
(دا ډيره اهمه پوښتنه ده، دلته هم خلق بعضې وخت داسې پوښتنې کوي چې الله پاک رحمان دے، د مور نه هم ډير مهربانه دے نو خپلو بندګانو له به عذاب ولې ورکوي؟ د دې پوښتنې جواب واورئ!) چې کله بني اسرائيلو پوښتنه وکړه نو الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام