Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
بدلولے فَبِقَلْبِہٖ نو هٰغه بدي دي پۀ خپل زړۀ کښې بده وګنې او فرمائي: دا د ايمان د ټولو نه کمزورې درجه ده۔ ([1])
وګورئ چې څومره واضحه ارشاد دے، کوم يو مسلمان چې کله هم څۀ بدي وويني، که هغه د عقيدې بدي وي، که د عمل بدي وي، که د کردار بدي وي او که د خبرو بدي وي، پۀ مونږ کښې د هر يو ذمه واري ده چې هٰغه بدي منع کړو، که دا نشو کولے نو کم از کم د هٰغه بدۍ نه به نفرت خو لازمي کول وي۔ که د بدۍ بد ګڼل، د دې نه نفرت کول مو هم پريښودل نو معاشره به تباه او برباده شي۔
(3): د چغلۍ نه ځان بچ کړئ...!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د زمکې نه د امن او د سکون کور جوړولو د پاره دريم عمل دے: د چغلۍ نه بچ کيدل۔ دا خپل پوخ ذِهن جوړ کړئ چې مونږه به چغلي نۀ کوو او نۀ به د يو چغل خور پۀ خبرو کښې راځو۔ د چغلۍ پۀ وجه پۀ زمکه کښي فساد خوريږي او دا حقيقت دے چې د چغلۍ پۀ وجه وروڼه د وروڼو نه جُدا کيږي، پۀ مور پلار او اولاد کښې نفرت خوريږي، دوست د دوست سره جګړه کوي۔ د چغلۍ داسې نقصانونه دي چې بس! د الله پاک پناه۔۔۔!!
يو کَس وو، هغۀ ته د کار د پاره د يو غلام ضرورت پيښ شو (نن سبا خو نوکران پۀ تنخواګانو باندې ساتلے کيږي، پخوا به باقاعده پۀ پيسو باندې غلامان اخستلے کيدل)، نو هغۀ د غلام اخستو د پاره لاړو، د هغۀ يو غلام خوښ شو، هغۀ د مالک سره قيمت وټاکلو، مالِک يـې ووئيل چې پۀ دۀ کښې هيڅ عيب نشته، البته د دۀ د چغلۍ عادت دے۔ د هٰغه کَس سره دِيني معلومات ډير نۀ وو، نو هغۀ هٰغه غلام واخستو، بيا هٰغه غلام د خپل آقا خدمت کولو، چې څۀ ورځې تيرې شوې نو هغۀ چغلي شروع کړه، يوه ورځ هغۀ