Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

قومِ ثمود ولې هلاک شو۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قومِ ثمود د عربو يو ډير قديم ترين (يعنې ډير پخوانے) قوم وو۔ د بعضې اقوالو مطابق د هغوئي زمانه د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام نه هم مخکښينۍ ده۔ الله پاک دغه قوم ته ډير نعمتونه عطا کړي وو، د هغوئي عمرونه ډير زيات وو، دا خلق ډير طاقتور هم وو، پۀ ودانو جوړولو کښې يـې خاص پوهه لرله، غرونه به يـې تراشل او محلونه به يـې ترينه جوړول، د هغوئي جوړ کړے شوي محلونه نن هم د عبرت نخښې دي۔

د دغه قوم د هدايت د پاره الله پاک حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام نبي  راو ليږلو۔ حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام هغوئي ته پۀ يو الله وَحْدَہٗ لَاشَرِیْک باندې د ايمان راوړلو، صرف او صرف د رَبِّ واحِد قَهَّار د عبادت کولو او د هغۀ د فرمانبردارۍ اختيارولو دعوت ورکړو۔ د حضرت صالِح   عَلَیْهِ السَّلَام پۀ دعوت باندې قوم دوه ډلې شو، يوې ډلې خو کلمه ووئيله او پۀ هغوئي باندې يـې ايمان راوړلو، دويمه ډله پۀ کفر او شرک باندې کله ودريدله۔ هٰغه قوم د حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام نه معجزه وغوښتله چې مونږ ته د غر نه بلاربه اوښه راوباسه ! حضرت صالِح  عَلَیْهِ السَّلَام د غر طرف ته اشاره وفرمائيله نو هغه فوراً وشليدلو او د هغې نه يوه ډيره ښکلې، څربه او طاقتوره اوښه راووتله، کومه چې بلاربه هم وه، د غر نه چې څنګه راووتله نو


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔