Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل چې ما د دواړو جهانونو د آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا اوريدلي دي: پۀ کوم قوم کښې چې خپلولۍ ماتولو والا وي، پۀ هٰغه قوم باندې د الله پاک رحمت نۀ نازليږي۔ ([1])

د رشتې د ماتوونکي سپيرۀ والے

الله! الله! غور وکړئ چې صحابئ رسول دے، د خلقو پۀ مينځ کښې تشريف فرما دے او څۀ بيانوي؟ د دواړو جهانو د رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک حديثونه۔۔۔!! چې پۀ داسې محفل باندې هم رحمتونه نۀ نازليږي نو بيا به چرته نازليږي خو د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره انديښنه شوه چې هسې نۀ چې پۀ دې محفل کښې چرته څوک رشته پريکوونکے وي او مونږه د هغۀ پۀ وجه د رحمت نه محرومه پاتې نه شو۔۔۔!!

دا دے د رشتې د ماتوونکي سپيرۀ والے۔۔۔!! دلته غور وکړئ چې پۀ کوم کور کښې قاطِعِ رِحم [رشته ماتوونکے] وي، پۀ کومه کوڅه، پۀ کومه محله کښې اوسيږي، پۀ هٰغه کور، پۀ هٰغه کوڅه او محله باندې به رحمتونه څنګه نازليږي۔۔۔؟ او څوک چې پخپله قاطِعِ رِحم [رشته ماتوونکے] دے نو هغه پخپله د رحمت حقدار څنګه کيدے شي؟ ځکه پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې مونږه د رشتې ماتولو نه پخه رښتونې توبه کړو، که د يو رشته دار سره پۀ څۀ دنيائي وجه خفګان وي نو که کولے شي نو څنګه فارغ شئ  د هغوئي کور ته لاړ شئ، که داسې نشۍ کولے نو فون ورته وکړئ يا پۀ څۀ طريقه د هغۀ سره صلح وکړئ۔ پۀ صلح کولو کښې چې د ټولو نه کوم غټ خنډ [يعنې رکاوټ] دے، هغه زمونږه اَنَا ده۔ دا اَنَا يو طرف ته کړئ! که ستاسو غلطي نۀ وي نو هيڅ خبره نۀ ده بيا هم سر ټيټ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ثواب به مو کيږي۔

پۀ حق باندې د کيدلو باوجود د جګړې پريښودو فضيلت

د حضرت ابو اُمَامَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک د اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]... الزواجر، جلد:2، صفحہ:136-137۔