Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
* قرآنِ مجيد د الله پاک کتاب دے * د بندګانو پۀ نوم د رَبِّ کريم پيغام دے * خو افسوس چې نن مسلمانان د قرآنِ کريم نه ورځ پۀ ورځ لرې کيږي * ډير خلق پۀ کتلو هم صحيح قرآنِ مجيد نه شي لوستلے * څوک يـې چې لولي هغوئي هم پۀ تجويد او مخارج کښې داسې غلطيانې کوي، چې د هغې پۀ وجه يـې نـمونځ هم نۀ کيږي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تنظيم دعوتِ اسلامي پۀ مختلفو جوماتونو او مارکيټونو کښې هره ورځ د مدرسة الـمدينه بالغان د کلاسونو پۀ لګولو او د قرآنِ کريم پۀ فيضان عام کولو کښې مصروف دے * پۀ کومو کښې چې پۀ صحيح تجويد او قراءَت سره د قرآنِ کريم لوستل ښودلے شي * فرض عُلُوم هم ښودلے شي * د ترجمې او تفسير اوريدو موقع هم ميلاويږي۔ تاسو هم پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي۔
د فيشن کوونکي پۀ ژوند کښې سپرلے راغلو
د آفندي ټاؤن (حيدر آباد، انټيرئير سندھ، پاکستان) د اوسيدونکي يو اِسلامي ورور بيان دے: چې زۀ يو فيشن کوونکے ځلمے ووم، د دُنيا پۀ موج مستۍ کښې ورک، د خپل آخِرت د انجام نه مې غافله د ژوند ورځې شپې تيرولې، زما د ګناهونو نه ډک ژوند کښې سپرلے څۀ داسې راغلے چې زما پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د داخلې سعادت نصيب شو، بس بيا زما د نيک بختۍ سفر شروع شو، د مدرسةُ الـمدينه بالِغان برکتونو زما تيارۀ ژوند د الله پاک پۀ ويره او د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق روښانه کړو، پۀ دې کښې ما ته د قرآنِ پاک د تعليم سره سره پۀ سُنّتو باندې د عمل کولو جذبه هم نصيب شوه او پۀ هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو سعادت هم رانصيب شو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د لوستلو پۀ برکت زما پۀ ژوند کښې سپرلے راغلے، د فيشن کولو، او د موج مستۍ نه خلاصے هم رانصيب شو۔